يوه ورو له کابل څخه مسج را لېږلی وايي زه بيخي کنفیوز یم چې اوس د قران عظيم الشان خبره ومنم او که د ساینس؟
وايي هيله ده چې داسې ځواب راته راکړئ چې ايمان مې هم ضايع نشي او حقيقت هم پکښې متضرره نشي:
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوْمًا ۗ قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَن تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا ﴿٨٦﴾ سورة الكهف آیة ۸۶
ژباړه: تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې (چینې) ته نژدې یو قوم ومونده۔، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! یا خو دا چې ته (دوى ته) عذاب وركړې او یا خو دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسي.
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَىٰ قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتْرًا ﴿٩٠﴾ سورة الكهف آیة ۹۰
ژباړه: تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې په داسې قوم راخېژي چې مونږ دوى ته د دغه (لمر) نه لاندې كومه پرده نه وه ګرځولې.
هغه ليکي وايي لکه څنګه چې مخکې عربو او نورو فیلسوفانو کې دا علم موجود و چې ځمکه هواره ده نو حضرت محمد (ص) سردار کونین هم دا فکر کولو چې ځمکه هواره ده، په پورتنيو ایاتونو کې ویل شوي چې د لمر لوېدل او راختل په ځمکه کې یوه خاصه نقطه ده، په ایت شریف کې ویل شوي چې ذالقرنین داسې ځای ته ځي چې هلته لمر په خټینه چينه کې لویږي او بیا پر داسې قوم را پورته کېږي چې د الله پرده نشته ورباندې.
خو عصري ساینسي علوم بیا وايي ځمکه یو کروي شکل لري او لمر د ځمکې څخه په لکونو کیلومتره لیرې بله کوره ده، داسې کومه نقطه نشته چې هلته لمر لویږي او بیا راپورته کیږي بلکې ځمکه خپل دوراني حرکت کوي چې کله شپه شي نو د ځمکې یو طرف یې د لمر خوا ته وي او د ځمکې بل طرف تیاره وي، لکه د فوټبال توب ته چې تاسو په شپه کې لاسي څراغ ونیسئ نو هغه برخه به یې ړنا وي چې لاسي څراغ ته برابره وي خو بل طرف د توپ به تیاره وي.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)


