پېغلې شهيدې ته په جنت کې څه دي؟

له کنړ ولایت څخه یوه ورور پوښتنه رالېږلې وايي پلار مې ملا دی خو له ډار او شرمه پوښتنه ترې نشم کولای نو که تاسې زما پوښتنه له ملګرو سره شريکه کړئ نو خوښ به شم تر څو قناعت مې حاصل شي، او پوښتنه یې په دې ډول ده:

• وايي په اسلام کې خو موږ ته ويل شوي چې په جنت کې به د مسلمانانو دنیوي ښځې د حورو سردارانې وي نو که چېرته يو سړی درې يا څلور ښځې ولري نو ايا دا ټولې به یې سردارانې وي که څنګه؟

• دویم دا که چېرته سړي ته دوه اويا ۷۲ حورې او دوه اويا غلمان وي او ښځو ته يواځې خپل ميړه نو ایا دا سراسر نا انصافي او بې عدالتي نه ده؟

• درېیم که چېرې يو سړی د همېش لپاره دوزخ ته لاړ شي نو ايا ښځه به يې د بل سړي سره ځي او که به تل همداسې د خاوند په نامه ناسته وي؟

• وروستۍ پوښتنه مې دا ده چې هر شهيد ته خو په جنت کې ۷۲ حورې ورکول کېږي نو دا که یوه پېغله نجلۍ شهيده شي نو هغه ته به په جنت کې څه وي؟ که ځواب غلمان وي نو ایا یوه نجلۍ به د ۷۲ غلمان طاقت ولرلی شي؟

هيله ده چې د دې ورور د قناعت حاصلولو لپاره د ښکنځلو پر ځای منطقي او علمي ځوابونه ورسره شريک کړئ تر څو قناعت یې حاصل شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ