ښاغلی حاجي قيوم ديني دلالان داسې تعرفوي: لومړی باید دلال تعريف کړم چې دلال څوک ده؟
دلال هغه چا ته ویل کېږي چې په خوله او سترګو چالاک او د خبرو هنر یې زده وي او تجاران هم هغه وخت دلالان استخداموي چې کله جنس یې ښه کیفیت ونلري، تجاران د دلال په خوله د خپل خراب جنس صفت کوي تر څو د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو له لارې خپل مال په خلکو وپلوري.
ښايي په بازار کې به مو لیدلي وي چې اکثره هغه کراچیوانان ډېرې چیغې وهي چې مال یې خراب وي، مګر هغوی چې د خپل مال په کیفیت باور لري نو ارام ناست وي او مشتریان پخپله ورته مراجعه کوي.
اوس به راشو ديني دلالانو ته، که چېرې د اسلام دین سوچه، بې جوړې، او د الله تر ټولو غوره دین وي نو بیا یې اعلانولو او دلالۍ ته څه ضرورت ده؟
چون جنس اصل دی او مشتریان سترګې لري نو خپله مراجعه ورته کوي، خو دلته حتما کوم نقص شته چې مونږ غواړو هغه وپوښو او نور پرې تهدید کړو چې دا هرڅه به منئ او کومه پوښتنه به نه کوئ چې دا مال څه عیب لري.
الله وایي زه د دې دین او کتاب د ساتلو ضامن یم، ښه نو چې کله الله د خپل دین د ساتنې ضمانت کوي نو بیا د پښتون دلالۍ ته څه اړتیا ده چې خپله وظیفه یې ګڼي تر څو د دین تبلیغ او ساتنه یې وکړي؟
? ایا د پښتنو دا کار شرک نه دی؟
? ایا دا کار د الله په کارو کې مداخله نه ده؟
? ایا تاسې په لوی لاس الله کمزوری نه معرفي کوئ؟
دا کار داسې مانا ورکوي چې ګویا الله یې نشي ساتلی او مونږ ته یې د ساتنې دنده راپه غاړه کړې.