د متفکر انسان او افراطي مسلمان مباحثه!

افراطي مسلمان: په نړۍ کې دا وخت یو نیم میلیارد مسلمانان اوسي، ان شاءالله لرې نه ده ژر به کفارو ته ماتې ورکړو.

? متفکر انسان: ایا پدې کې احمدي هم شتون لري؟
? افراطي مسلمان: نه احمدي سپیو له اسلام سره کومه اړیکه نشته.

? متفکر انسان: بریلوي څنګه ډله ده هغه چې مزارونو او دربارونو ته ځي او په قبرونو رغړي؟
? افراطي مسلمان: د هغوی له اسلام سره کومه اړیکه نشته.

? متفکر انسان: د داعش په اړه څه وایې هغوی خو سخت کلکه سني عقیده لري؟
? افراطي مسلمان: هغه بهرنیان دي د هغوی له اسلام سره کومه اړیکه نشته.

? متفکر انسان: د شعيه ګانو په اړه کوم خیال کوې هغه خو د ۱۲ امامانو اړوند بل ډول عبادت هم کوي. او د عاشورا په ماتم کې د وینو سم دریاب جوړوي؟
? افراطي مسلمان: کافر دي، کافر دي د شعيه کافرانو له اسلام پاک سره کومه اړیکه نشته.

? متفکر انسان: مخکې ورځو کې په تلويزيون کې وویل شول چې د غزني په ولایت کې یو ملا له یو ماشوم سره په جومات کې جنسي کړنه وکړه څه اند لرې؟
? افراطي مسلمان: د ملایانو له لاسه اسلام بدنام شو، د دې ملایانو له اسلام سره هيڅ تعلق نشته.

? متفکر انسان: یوه ډله ده چې له احاديثو سره منکر دي هغوی صرف قران مني چې پيروزي ورته ویل کېږي؟
? افراطي مسلمان: د پیروزیانو له اسلام سره هیڅ تعلق نشته.

? متفکر انسان: ویل کېږي چې حضرت محمد له ۹ کلنې حضرت عایشې سره په ۵۳ کلنۍ کې واده وکړ منې یې؟
? افراطي مسلمان: دا ټول د دروغو احاديث دي؟

? متفکر انسان: مګر دغه حدیثونه خو د امام مسلم، امام بخاري او امام ترمذي په خپلو کتابو کې دي او ایا هغوی هم دروغ لیکلي؟
? افراطي مسلمان: د اهل حدیث له اسلام سره هېڅ اړیکه نشته.

? متفکر انسان: ټالیبانو په افغانستان کې د وینو ډنډونه جوړ کړل او ښه د جنګ میدان یې ګرم ده؟
? افراطي مسلمان: هغه ديوبندي او بهرني دي، هغوی د پاکستان، امريکې او روس غلامان دي د جنګ لپاره ترې پيسې اخلي او له اسلام سره یې کوم تعلق نشته؟

? متفکر انسان: دا صوفيان څنګه ارزوې؟
? افراطي مسلمان: دا د نامه مسلمانان دوی په قران عمل نه کوي دوی تول بچه بازان دي او له اسلام سره يې هيڅ تعلق نشته.

? متفکر انسان: ستاسو ازاد خیاله او پرمختګ خوښوونکي مسلمانان څنګه ارزوې؟
? افراطي مسلمان: هغوی ګمراه شوي دي هغوی د سیکولریزم ويناوي کوي له اسلام سره یې کوم تعلق نشته؟

? متفکر انسان: د سعودي سلفي او وهابیانو په اړه څه اند لرې؟
? افراطي مسلمان: هغوی ډېر عیاشه او جهادي خلک دي د هغوی له اسلام سره کوم تعلق نشته.

? متفکر انسان: د غیر مسلمانانو د وژلو په اړه هم څه ووایه؟
? افراطي مسلمان: اسلام د امن او سولې دين ده اسلام کې د هیڅ قتل اجازه نشته؟

? متفکر انسان: مګر قران کې په ښکاره د جهاد کولو امر شوی؟
? افراطي مسلمان: تاسو هغه ایات ته په بل ډول نظر لرئ.

? متفکر انسان: مګر جهاد خو د اسلام شپږمه بنا ده، لنډ به درته ووایم چې د اسلام له اسلام سره هیڅ تعلق نه لري او په دې یو نیم میلیاردو مسلمانانو کې بس یو ته سپږن ښه مسلمان وختلې او نور ټول درته د سړي زامن نه ښکاري؟ همدا حال د بل هر مسلمان دی.
? افراطي مسلمان: ته اسلام نه پېژنې.

? متفکر انسان: ښه نو ته یې پېژنې؟
? افراطي مسلمان: تاسو غوندې خلکو له لاسه اسلام بدنامه شوی دی ته واجب القتل یې.

او په دی پوسټ کې د عقل لرونکو لپاره لویې، لویې نښې نښانې دي.

————————————————————————
دا جالبه ليکنه افغان صیب د مسج له لارې رالېږلې وه او خورا په زړه پورې بحث ترسره شوی.

اړوند مطلب

د محمد صديق د تبليغ چېله

ملګرو ستاسې د دوعاګانو له برکته دا دی نن وتوانېدم چې د تبليغ د خاطراتو …

خپل آند راسره شريک کړئ