نن یو تریخ حقیقت درسره شريکوم!
د ننګرهار د وروستۍ پېښې په اړه د ځينو کسانو نظرونه مې لوستل، چا ليکلي وو چې دا کار ټاليب کافر کړی، چا ليکلي دا داعش کافر کړی او چا هم دې ته ورته خبرې خو زه وایم چې ټالیب او داعش ته په کافر ویلو زموږ ستونزې نه حلیږي. هغوی ته ځانونه تر موږ ډېر ښه مسلمانان ښکاري او موږ ورته کفار یا د کفارو ملګري ښکارو.
حقیقت همدا دی چې موږ هم مسلمان یو چې ټالیب او داعش کافر ګڼو او ټالیب او داعش هم مسلمانان دي چې موږ کافر ګڼي او زموږ ټولو منبع یوه ده:
⭕ له یوه سند نه موږ د امن خبرې کوو او هغوی د جنګ.
⭕ موږ وایو په سوله کې خیر دی او هغوی وايي جنګ (جهاد) به تر قیامته جاري وي.
⭕ موږ وایو د یو انسان ژغورل د ټول انسانیت ژغورل دي خو هغوی بیا وايي چې تر هغه باید جګړه وشي چې په ټوله نړۍ کې فتنه ورکه شي او یوازې د اسلام دین پاتې شي.
⭕ موږ د یو یهود په مرګ د پیغمبر د ژړا خبره کوو خو هغه د پیغمبر پواسطه د یهودو د ډلیزې وژنې خبرې کوي.
⭕ موږ وایو په دین کې زور نشته خو هغوی وايي دین د تورې په زور خپور شوی.
⭕ موږ وایو له یهود او نصارا سره ان واده کول روا دي خو هغه وايي له یهود او نصاراو سره ملګرتیا ناروا ده.
⭕ موږ وایو له وینځو سره د نکاح کولو او هغوی ته د ازادو ښځو درجه ورکولو او د غلامانو د ازادولو خبرې کوو خو هغوی د وینځو او غلامانو د نیولو خبرې کوي.
زموږ ډیری دیني عالمان او ملایان د ټالیب او داعش په لویو لویو وحشتو چوپ وي خو د نوروز یا د ویلنټاین ورځې په ضد چې یوه ډیره وړه خبره ده له یوه طرفه او په یوه اتفاق غږ پورته کوي. زموږ لس سلنه دیني عالمان او ملایان هم د ټالیب او داعش وحشتونه نه غندي. (هغه یو څو دولتي ملایان استثنا دي).
دا مشکل پدې نه حلیږي چې موږ هغوی ته کافر ووایو او هغوی موږ ته. دواړه مسلمانان یو، دواړه کلمه وایو او پنځه بناوې منو. داعشیان او ټالیبان خو هسې هم د وحشت لوړو زینو ته ختلي، موږ باید له ځانه مختلف وزغمو او نور باید د خپلې عقیدې پواسطه کنټرول نکړو. دین باید د هر چا شخصي کار وګڼو او مداخله پکې ونه کړو. هر کافر ته باید د دښمن او هر مسلمان ته باید د ورور په سترګه ونه ګورو. او که دا کارونه ونکړو نو موږ به هم ورو ورو په ټالیب او داعش بدل شو.
د متن لږ برخه له بل ځایه را نقل شوې