پرون د ګنګا رام په روغتون کې د پښتورګو متخصص ته په انتظار وم او له څنګ سره مې یو ځوان هلک ناست وو، له لنډ تعرف وروسته مې پوښتنه ځنې وکړه چې د کوم ایالت اوسېدونکی یې او نوم دې څه دی؟
ویل یې پلرنی نوم مې محمد یاسین دی خو دلته مې ځان ته نوم سلمان بهټ اېښی او اصلي د کشمير اوسېدونکی یم خو اوس مهال دلته په ډهلي کې ژوند کوم.
- ما وېل نو ولې هلته ډاکټر نه وو چې دلته راتلې؟
ویل یې خپل ټاټوبي ته بېرته نشم تلی ځکه هلته مې خپلوان وژني. - ما وېل داسې دې څه کړي چې خلک دې وژني؟
ویل یې کله چې خلک پر ما خبر شول چې ما دين پرې اېښی نو اوس ټول غواړي ما مړ کړي او وايي ته مرتد شوی یې او نور دلته ستا لپاره ځای نشته. - ما وېل نو تا ولې داسې کار وکړ چې خپل دين دې پرېښود؟
ویل یې ته دې د موبایل بلوتود فعال کړه زه یو څو انځورونه درلېږم بیا وروسته کيسه درته کوم چې ولې، بلوتود مې چې فعال کړ نو دغه درې انځورونه یې راته را ولېږل او ویل یې زه هغه وخت له دين څخه وا وښتم چې کله مې دغه ایتونه له ترجمې سره ولوستل او له ځانه سره مې وویل هغه خالق چې هر څه یې پخپله پيدا کړي هغه د نورو انسانانو د وژلو او قتلولو حکم نشي صادرولی او دا په خدای پورې درواغ تړل شوي دي او خدای دومره ظالم نشي کېدای چې د نورو انسانان مرګ د عقيدې پر بنیاد توجې کړي.
بیا مې د سلمان د موبایل شمېره ځنې واخيسته او ورته ومې ویل چې بېرته بیا د دې ایتونو په اړه درسره په تماس کې کېږم، د انځورونو په ليدو مې سخت تبیت خراب شو او دغه ځوان ته نور بلکل بې ځوابه شوم نو همداسې له روغتون څخه راووتم او حتا د ډاکټر نوبت ته هم ايسار نه شوم.
له ځانه سره مې وویل چې د دې ځوان خپلوان د هندوستان په دومره سلګونو غیر مسلمان نفوس کې حتا دغه یو شخص هم نشي زغملای؟
بیا مې وېل ښايي هلته به هم حتمن د پاکستان نفوذ ډېر وي ځکه دا د افراطیت مرض خو زموږ هېواد ته هم له پنجابستان څخه را وارد شوی.
دلته بیا په ډهلي کې کيسه بل ډول ده او څومره هم چې ما وليدل دلته په یوه کوڅه کې مسلمان، هندو، سيک او عيسویان ټول په ګډه د ورورۍ ژوند کوي او هېڅوک په بل چا غرض نلري نو ښايي کشميریان به لا تر اوسه له تمدن او انسانیت څخه لرې پاتې شوي وي، بل د هند نېکمرغي په دې کې ده چې دین او سیاست یې سره جلا دي او نظام یې مذهبي نه دی کنه دلته به سخت جهادونه روان وو.
ملګرو هيله ده چې ديني عالمان دلته را منشن کړئ تر څو د دغو ایاتونو وضاحت وړاندې کړي او ځوابونه به مو له سلمان سره هم شريک کړم.
جزاک الله خیر
تمام مشکلات برمی گردد به خودما بدون این که معنی قران را بفهمیمی ماشاالله می گوییم تازه قران هزار چهارصدسال پیش برای مردم زمان خود نازل شده نه برای حال بخوانید مثل یک کتاب تاریخ