د سپوږمۍ تندر نيول څنګه واقع کېږي؟

یو شمېر فېسبوکیانو پرون نارې پیل کړې وې چې هلئ درودونه ووایئ، په سجدو پرېوزئ، جوماتونو ته ولاړ شئ او توبې وباسئ چې سپوږمۍ تندر (ترندۍ نېولې).

وه زما ساده ملته! تاسې به کله هوښيارېږئ او له عقل څخه به کار اخلئ؟ زموږ هېوادوال په ننني عصر کې هم په دې باور دي چې سپوږمۍ تندر نيسي خو نن به موږ د دې په اړه لږ مالومات درکړو ګوندې د مغزو کولپونه مو را خلاص شي او له بې ځایه وېرې څخه لاس په سر شئ.

* کله چي ځمکه د لمر او سپوږمۍ تر منځ واقع شي نو د لمر وړانګې پر ځمکه او د ځمکې سوری پر سپوږمۍ باندې لوېږي. یعني د لمر وړانګې په مستقیمه توګه تر سپوږمۍ پورې نه رسېږي او دې حالت ته (Lunar Eclipse) د سپوږمۍ تندر یا خسوف ویل کېږي.

* کله چي سپوږمۍ د ځمکې او لمر تر منځ واقع شي نو د لمر وړانګې پر سپوږمۍ او د سپوږمۍ سوری د ځمکې پر یوه برخه باندې لوېږي. یعني د لمر وړانګې په مستقیمه توګه د ځمکې تر یوې برخې پورې نه رسېږي او دې حالت ته (Solar Eclipse) د لمر تندر یا کسوف ویل کېږي.

په شمسي نظام کې دغه ډول حالات عادي خبرې دي، دا سیوری په اودسونو، سجدو او توبو نه دی کنټرول او نه دا د چا په ګناه او ثواب پورې اړه لري او نه هم په دعاګانو دا حالت له منځه ځي. هغه وخت چې انسانان د ځمکي پرمخ نه وه هم خسوف او کسوف رامنځ ته کېدو او د بابا آدم له وخت څخه نيولې تر اوسه دا حالات واقع کېږي نو وېره مه ساتئ.

خلک سپوږمې ته وختل، چکرونه پکې وهي، تسخیروي یې، موږ له سپوږمۍ لسګونه زره کلومټره لرې، ورته ناست یو، پر سپوږمۍ د ځمکې سیوری راغلی، پوزو ته مو دسمالونه نیولې وي، تکې سرې مو اړولي وي، سڼېږو، ورته ژاړو او توبې وباسو. انسانانو! ځمکه، د اشرف المخلوقات ټاټوبی، تر سپوږمۍ ډېره تیارو نیولې ده. د نورو سیارو غم مه کوئ، د خپلو تیاره کورونو غم وژاړئ.

اړوند مطلب

کاینات – لمړۍ برخه

فضاوخت (سپیس ټایم) او هر هغه څه چې په فضا وخت کې شتون لري (لکه …

خپل آند راسره شريک کړئ