یوسف عرفان زموږ د ګروپ ملګری دی وختي راغئ او ټول یې د سهار د لمانځه لپاره راويښ کړو، زه او شېخ الحديث صیب اوداسه ته لاړو چې په دې وخت کې د سهار اذان وشو نو شېخ الحديث صیب وېل ته پوهېږې چې شیطان کله د اذان غږ واوري نو ګوزونه (تيزونه) اچوي او په تېښته شي؟

نو بیا شېخ الحديث صیب دغه لاندينی د صحيح بخاري حديث شریف راته بیان کړ او زموږ ايمانونه یې را تازه کړل:
أَخْبَرَنَا قُتَيْبَةُ، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الْأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «ِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ أَدْبَرَ الشَّيْطَانُ وَلَهُ ضُرَاطٌ حَتَّى لَا يَسْمَعَ التَّأْذِينَ»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: کله چې اذان کيږي نو شیطان د تېښتې پر مهال ګوزونه اچوي تر څو د اذان غږ وانه وري.
- ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۱۰ حديث ۶
ملګرو هيله ده چې ليکنې په فېسبوکي ګروپو کې درسره شريکې تر څو زموږ د نورو هېوادوالو ايمانونه هم تازه شي او تاسې ته به الله پاک د دې په بدل کې اجر عظيم درکړي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)