د غرمې له لمانځه وروسته ملګرو د هندوستان د شادوګانو (بيزوګانې) خبرې کولې ویل یې د دې ځای شادوګانې ډېرې مضرې دي کله کله له خلکو څخه موبایلو هم غلا کوي او کله بیا خولې هم لګوي، شېخ الحديث صیب هم زموږ خوا کې د دې ملګرو کيسو ته غوږ نيولی وو او غږ یې وکړ چې تاسې خبر یاست چې په شادوګانو کې زناکارې هم شته او بیا یې دا حديث شريف بیان کړ:
«حَدَّثَنَا نُعَيْمُ بْنُ حَمَّادٍ حَدَّثَنَا هُشَيْمٌ عَنْ حُصَيْنٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ مَيْمُونٍ قَالَ: “رَأَيْتُ فِي الْجَاهِلِيَّةِ قِرْدَةً اجْتَمَعَ عَلَيْهَا قِرَدَةٌ قَدْ زَنَتْ فَرَجَمُوهَا، فَرَجَمْتُهَا مَعَهُمْ»
ژباړه: له عمر بن میمون څخه روایت دی چې د جاهلیت په دوران کې ما ښځينه شادو وليده چې ګڼ شمېر نور شادوګان ترې را چاپېره شوي وو. ټولو شادوګۍ په کاڼو ويشتله ځکه چې زنا یې کړې وه، ما هم د دوی سره په ګډه په کاڼو وويشته.
- ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۶۳ حديث ۷۵
یوه ساده ګل ور غږ کړل وېل شېخ الحديث صیب دا شادوګانې به حتمن کافرانې وې او زموږ د هندوستان شادوګانې خو زنا نه کوي بلکې سم ودونه کوي، بل ملګري ور غږ کړل چې شادوګانو له کومه وخته ودونه شروع کړل او نکاح ګانې یې بیا چا ور تړلي چې اوس ورته زنا نه ویل کيږي؟
خوا کې یو بل نيمچه شېخ الحديث هم ناست وو هغه ویل چې دا د جاهلیت د وخت شادو ګانې وې او ماته دا حديث کمزوری ښکاري، شېخ الحديث وېل د بخاري شريف احاديث ټول صحيح دي او په هغه کې کمزوري نشته، وېل ستاسو ايمانونه کمزوري شوي او د دواړو بحث لا روان وو چې زه ترې راووتم او خپل تلاوت ته کښېناستم.
ملګرو د ثواب لپاره ليکنې په ګروپونو کې درسره شريکې کړئ تر څو زموږ نور هېوادوال هم د شېخ الحديث صیب له علمیت څخه برخمن شي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
