پرون بېګا د محسن په نامه یو شخص راغئ او شېخ الحديث صیب ته یې ویل کله چې رسول اکرم ﷺ د جنسي کمزورتیا سره مخ شو نو هغه د څه شي غوښه خوړلې وه؟
شېخ الحديث وېل دا څه ګډې وډې وایې؟
محسن ورته وویل دا مې د ابن سعد په لطبقات الكبرى کتاب کې لوستي وو او لاندې متن یې له شېخ الحديث سره شريک کړ:
الواقدي فرمايلي: رسول اکرم ﷺ به ویل زه له هغو کسانو څخه یم چې د کوروالي (جماع) لپاره لږ ځواک لرم. بیا الله پاک ماته یوه کاسه پخه غوښه را ولېږه، چې کله مې ترې (غوښه) وخوړه نو له هغه وروسته مې ځواک (طاقت) پيدا کړ چې هرکله به مې کار (کوروالی) کول غوښتل.
- ماخذ: د ابن سعد (الطبقات الكبرى) کتاب (۸ ټوک او ۲۰۰ پاڼه)
شېخ الحديث لومړی په چورت کې لاړ او بیا یې ویل چې نه دا ماته د کوپارو دسيسه ښکاري زموږ پيغمبر ﷺ هېڅکله هم له جنسي کمزورتیا سره نه دی مخ شوی، هغه به په یوه شپه له ۹ بببیانو سره په یوه غسل مباشرت کولو او هغه ته الله پاک د ۳۰ نارينه وو طاقت ورکړی وو نو دا خبره هېڅ امکان نه لري. بیا یې په لاندې مبارکو احاديثو موږ ټول ناست کسان حیران کړو:
عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ النَّبِيَّ – صلى الله عليه وسلم ـ كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِي غُسْلٍ وَاحِدٍ
ژباړه: له حضرت انس رض څخه روایت دی چې رسول اکرم ﷺ به په یوه غسل پر ټولو مېرمنو باندې را ګرځېدو.
- لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه ۱ ټوک ۱ کتاب ۵۸۸ حديث
- دویم ماخذ: سنن ابن ماجه ۱ کتاب ۶۳۱ حديث
عَنْ أَنَسٍ ـ رضى الله عنه ـ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِي لَيْلَةٍ وَاحِدَةٍ، وَلَهُ تِسْعُ نِسْوَةٍ. وَقَالَ لِي خَلِيفَةُ حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ زُرَيْعٍ، حَدَّثَنَا سَعِيدٌ، عَنْ قَتَادَةَ، أَنَّ أَنَسًا، حَدَّثَهُمْ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم
ژباړه: له حضرت انس رض څخه روایت دی چې رسول اکرم ﷺ به په یوه شپه (د جماع لپاره) پر ټولو مېرمنو باندې را ګرځېدو او شمېر یې ۹ نهه وو.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۶۷ حديث ۶
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۷ ټوک ۶۲ کتاب حديث ۶
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۵۰۶۸
عَنْ قَتَادَةَ، قَالَ حَدَّثَنَا أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ، قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَدُورُ عَلَى نِسَائِهِ فِي السَّاعَةِ الْوَاحِدَةِ مِنَ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَهُنَّ إِحْدَى عَشْرَةَ. قَالَ قُلْتُ لأَنَسٍ أَوَكَانَ يُطِيقُهُ قَالَ كُنَّا نَتَحَدَّثُ أَنَّهُ أُعْطِيَ قُوَّةَ ثَلاَثِينَ. وَقَالَ سَعِيدٌ عَنْ قَتَادَةَ إِنَّ أَنَسًا حَدَّثَهُمْ تِسْعُ نِسْوَةٍ.
ژباړه: له قتاده څخه روایت دی چې حضرت انس رض ويلي چې: رسول اکرم ﷺ به په یوه شپه او ورځ کې پر ټولو مېرمنو باندې را ګرځېدو چې شمېر یې ۱۱ یوولس وو. ما له حضرت انس رض څخه پوښتنه وکړه چې ایا رسول الله ﷺ یې ځواک (طاقت) لري؟ حضرت انس رض وویل. « موږ به ویل چې رسول الله ﷺ ته د ۳۰ دېرشو نارينه وو ځواک ورکړل شوی». سعد له له قتاده څخه روایت کړی چې حضرت انس ورته یوازې د ۹ مېرمنو په اړه ويلي وو نه ۱۱ یوولس.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۲۶۸ باب الغسل
- دویم ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۵ حديث ۲۱
- درېیم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۱ ټوک ۵ کتاب حديث ۲۶۸
ملګرو تاسې علما کرام دلته را منشن کړئ چې د دې غوښې په اړه امت ته لږ وضاحت ورکړي او موږ هم حيران یو چې اوس د الطبقات الكبرى خبره ومنو او که د شېخ الحديث؟
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
