د تبليغ نولسمه ورځ

پرون شپه د عرفان خېټه د ډېرو ګډوډ خوړو په وجه خرابه شوې وه او هر دم به یې تشناب ته منډې کړې، شېخ الحديث چې خبر شو نو وېل ماته د رسول الله ﷺ یو حديث راپه یاد شو چې یو شخص ته یې د اسهال پره مهال د شاتو د خوراک سپارښتنه کړې وه او که چېرې عقيده دې راسخه وي نو تکليف به دې ورسره رفع شي او که عقيده دې لکه د دې ځينو ګمراهانو په څېر وي نو ښايي حالت به دې نور هم ورسره خراب شي او بیا یې دغه مبارک حديث بیان کړ او وېل ضمه دې په خپله غاړه ده چې عملي کوې یې او کنه:

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ إِنَّ أَخِي اسْتَطْلَقَ بَطنُهُ. فَقَالَ «اسْقِهِ عَسَلاً». فَسَقَا. فَقَالَ إِنِّي سَقَيْتُهُ فَلَمْ يَزِدْهُ إِلاَّ اسْتِطْلاَقً. فَقَالَ «صَدَقَ اللَّهُ وَكَذَبَ بَطْنُ أَخِيكَ». تَابَعَهُ النَّضْرُ عَنْ شُعْبَةَ.
ژباړه: له حضرت ابي سعيد څخه روایت دی چې یو شخص رسول الله ﷺ ته راغئ او ویل یې «زما ورور اسهال دی» رسول الله وفرمایل «شات (عسل) ورکړه چې ویې څښي.» نوموړی شخص بېرته پیغمبر ﷺ ته راغئ او ویل یې په ورور مې شات وڅښل مګر د هغه حالت یې لا پسې خراب کړ. رسول الله ﷺ وفرمایل الله پاک ريښتیا ويلي او ستا د ورور خېټې دروغ ويلي.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۷۶ حديث ۳۳
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۷ ټوک ۷۱ حديث ۶۱۴
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۵۷۱۶

عرفان وېل شېخ صیب زما عقيده فولادي ده او د رسول اکرم ﷺ په هره خبره زما پوره یقين دی او دا کار به نن شپه کوم، عرفان خوارکی مې چې نن سهار وليد نو نور یې هم تکليف ډېر شوی وو او شېخ الحديث ورته وویل ګوره ما نه وو درته ويلي چې که چېرې عقيده دې سمه نه وي نو حالت دې نور هم خرابوي.

بیا زه ورغلم او یو پاکټ مټوډين ګولۍ مې ورکړې ما وېل د هغو خلکو چې عقيدې خرابې وي نو باید له ګوليو څخه کار واخلي.

ملګرو هيله ده چې مطلب تر خپلې وسې په فېسبوکي ګروپونو کې درسره شريک کړئ او هم یې له خپلو ملګرو سره شريک کړئ تر څو ايمانونه یې تازه شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ