د تبليغ یويشتمه ورځ

پرون ماښام چې کله موږ په جمه لمنځونه وکړل نو عرفان جومات ته ناوخته راغئ او جمه ور څخه تېره شوې وه، عرفان او محسن دواړو په دویمه جمه کې برخه واخيسته، زه او شېخ الحديث دباندې ناست وو نو نا څاپه شېخ الحديث عرفان او محسن ته متوجې شو چې لږ له صف څخه کاږه ولاړ وو نو شېخ الحديث راته ویل چې که خدای کول نو د دې دواړو مخونه به بدليږي.

ما وېل ولې او څه شي ته به بدليږي؟

وېل ښايي یابه مسخه شي او یا به هم کوم بل څه ترې جوړ شي چې صرف الله پاک ته د هغه مالومات شته.

ما وېل ولې وجه یې څه ده او په څه ګناه؟

وېل دا ځکه چې د لمانځه صفونه یې کاږه دي او رسول الله مبارک موږ ته دا خبره په حديث شريف کې کړې او بیا یې دغه حديث شریف راته بیان کړ:

قَالَ سَمِعْتُ النُّعْمَانَ بْنَ بَشِيرٍ، يَقُولُ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللَّهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ».
ژپاړه: له نعمان بن بشير څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: صفونه (قطارونه) مو سيده کړئ کنه الله پاک به مو مخونه بدل کړي.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۱۰ حديث ۱۱۲
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۱ ټوک ۱۱ کتاب حديث ۶۸۵
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۷۱۷

بیا د لمانځه په منځ کې عرفان پاس اسمان ته وکتل نو شېخ الحديث وېل اوس نو که خدای کول الله به یې د سترګو ديد هم ترې واخلي او ښايي ړوند به هم شي.

ما وېل اوس څه ټکه را ولوېده او ولې؟

وېل دا ګمراه په لمانځه کې اسمان ته ګوري!

ما وېل نو کله کله خو زه هم اسمان ته ګورم لېکن د سترګو ديد خو مې تر اوسه کم شوی نه دی! وېل ستا عقيده به خرابه شوي وي نو ځکه سترګې دې روغې پاتې شوي او بیا یې دغه مبارک حديث شریف راته بیان کړ:

عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَرْفَعُونَ أَبْصَارَهُمْ إِلَى السَّمَاءِ فِي الصَّلاَةِ أَوْ لاَ تَرْجِعُ إِلَيْهِمْ»
ژباړه: له حضرت جابر بن سمره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: هغه کسان چې د لمانځه پر مهال اسمان ته سترګې نيسي باید دا کار بند کړي کنه د سترګو ديد به له لاسه ورکړي (ړوند به شي).

  • لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۴ حديث ۱۲۸
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم کتاب ۴ حديث ۸۶۲
  • درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۴۲۸

کله چې د دوعا وخت شو نو عرفان بیا پاس اسمان ته مخ کړ او لاسونه یې جګ کړل او شېخ وېل اوس نو که خدای کول بيخي سترګې به یې بيرون را ووځي.

ما وېل شېخ صیب دا څه ګډې وډې وایې اوس بیا څه تندر را ولوېد؟

وېل دا ګمراه په دوعا کې پاس اسمان ته ګوري او نبي کريم ﷺ فرمايلي چې د دوعا په وخت کې که څوک اسمان ته سترګې نيول بند نه کړي نو سترګې به یې را ووځي او بیا یې دا حديث مبارک راسره شريک کړ:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ عَنْ رَفْعِهِمْ أَبْصَارَهُمْ عِنْدَ الدُّعَاءِ فِي الصَّلاَةِ إِلَى السَّمَاءِ أَوْ لَتُخْطَفَنَّ أَبْصَارُهُمْ».
ژباړه: له حضرت ابو هريرة څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: خلک باید د دوعا پر مهال اسمان ته سترګې اړول (نيول) بند کړي کنه سترګې به یې و ايستل شي.

  • لومړی ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۴ حديث ۱۲۹
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم کتاب ۴ حديث ۸۶۳
  • درېیم ماخذ: صحيح مسلم حديث ۴۲۹

ملګرو د شېخ الحديث دغه مبارک احاديث د لمانځه او دوعا پر مهال یاد ساتئ او اسمان ته ډېر مه ګورئ هسې نه چې خدای مکړه سترګې مو را ونه وځي، ملګرو د جمې مبارکې د ورځې په ویاړ په رسول اکرم ﷺ یو دوه شلې درودونه هم ور وشړئ او هيله ده چې متن درسره شريک هم کړئ تر څو زموږ د هېوادوالو ايمانونه تازه شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ