
ما وېل څه کيسه ده شېخ صیب خیرت خو به وي چې داسې حيران شاوخوا ګورې؟
شېخ وېل ما فکر وکړ چې د خدای قهر را نازل شو.
ما وېل داسې ولې وایې او بل دا چې موږ خو د خدای په خپل کور کې یو نو دلته به ولې خپل قهر را باندې نازلوي؟
وېل خدای پاک چې کله په غوسه شي نو هغه بیا کور او جومات نه ګوري بلکې هر څه له منځه وړي، بل دا چې له تېز باد څه وېره لرل د سنت طريقه ده او رسول الله ﷺ به هم چې کله تېز باد وليد نو پر مخ به یې اندېښنه را ښکاره شوه او بیا یې دغه مبارک حديث بیان کړ:
حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ أَبِي مَرْيَمَ، قَالَ أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، قَالَ أَخْبَرَنِي حُمَيْدٌ، أَنَّهُ سَمِعَ أَنَسًا، يَقُولُ كَانَتِ الرِّيحُ الشَّدِيدَةُ إِذَا هَبَّتْ عُرِفَ ذَلِكَ فِي وَجْهِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم.
ژباړه: چې کله به تېز (طوفاني) باد لګېدلو نو د رسول اکرم ﷺ پر مبارکه څېره به د اندېښنې (تشويش) نښې را ښکاره شوې. (فکر به یې کولو چې دا باد ښايي د خدای قهر وي)
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۱۵ حديث ۲۹
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۲ ټوک ۱۷ کتاب حديث ۱۴۴
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۱۰۳۴
د دېوال خوا ته یو بل شېخ په ډېر ژور خوب ويده وو او له خپله ځانه خبر هم نه وو، د هغه بېچاره په خوب کې باد مات شو نو عرفان ورته وخندل. شېخ ورته غوسه شو وېل د الله په لاره کې چې څوک راوتلي وو نو خلک یې په باد پورې خندا نه کوي او حتا په دې مورد یې حديث شريف هم راته بیان کړ:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ زَمْعَةَ، قَالَ نَهَى النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَضْحَكَ الرَّجُلُ مِمَّا يَخْرُجُ مِنَ الأَنْفُسِ
ژباړه: له حضرت عبدالله بن زمعة څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ په هغه شخص پورې خندا منع کړې چې باد (پسکۍ) یې ووځي.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۷۸ حديث ۷۲
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۸ ټوک ۷۳ کتاب حديث ۶۸
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۶۰۴۲
ملګرو هيله ده چې ليکنه درسره شريکه کړئ.
حزاک الله خير
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)