پرون شپه لږ سړه وه او د شېخ الحديث یخني وشوه او ماته وايي ته پوهېږې چې دا یخني د څه په وجه ده؟
ما وېل دا چې کله ځمکه د لمر پر محور را څرخي او د ځمکې د کورې په یوه برخه د لمر وړانګې کمې لګيږي نو هلته ورځې لنډې او هوا سړه وي او د ځمکې په کومه برخه چې د لمر وړانګې ډېرې لګيږي نو په هغه برخو کې ورځې اوږدې او هوا ګرمه وي، او بل د ځمکې په شمالي نيمه کوره چې کله ژمۍ وي نو په جنوبي نيمه کوره کې همزمانه د اوړي (دوبي) موسم وي د بېلګې په توګه چې کله په اروپايي هېوادونو کې ژمی وي نو په اسټراليا، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا او جنوبي امريکايي هېوادونو کې همزمانه د دوبي موسم وي.
شېخ الحديث وېل ته هم د کوپارو په خبرو تېروتی یې.
ما وېل ښه نو ته راته ووایه چې د هوا شديده یخني او ګرمي د څه په وجه ده؟
شېخ الحديث وېل دا یخني او ګرمي د دوزخ د تنفس اخيستو په وجه ده، که چېرې دوزخ الله پاک ته ژړا او فریادونه نه وی کړي نو اوس به مو شديده یخني او ګرمي نه درلوده او بیا یې دغه مبارک حديث شریف راته بیان کړ:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ يَقُولُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «اشْتَكَتِ النَّارُ إِلَى رَبِّهَا، فَقَالَتْ رَبِّ أَكَلَ بَعْضِي بَعْضًا، فَأَذِنَ لَهَا بِنَفَسَيْنِ نَفَسٍ فِي الشِّتَاءِ وَنَفَسٍ فِي الصَّيْفِ، فَأَشَدُّ مَا تَجِدُونَ فِي الْحَرِّ، وَأَشَدُّ مَا تَجِدُونَ مِنَ الزَّمْهَرِيرِ»
ژباړه: له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: د دوزخ اور خپل رب ته شکایت وکړ وېل اې زما ربه! زما مختلفې برخې یو بل سره خوري نو بیا الله پاک دوزخ ته د دوه سا (نفس) اخيستو اجازه ورکړه یو په ژمي کې او بل په اوړي کې نو له همدې وجې په هواد کښې شديده ګرمي (په اوړي کې) او سخته یخني (په ژمي کې) وينئ.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۵۹ حديث ۷۰
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۴ ټوک ۵۴ کتاب حديث ۴۸۲
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۳۲۶۰
عرفان وېل سبحان الله دا کوپارو لکه چې د مېتيورولوجي (هواپوهنې) علم له همدې حديث شريف څخه اخيستی، بیا یې وېل شېخ صیب په یوه خبره مې سر خلاص نشو هغه دا چې دا دوزخ ډېره اوږده سا نه اخلي چې هره سا یې تقريباً ۶ میاشتې وخت نيسي او بل په هغو هېوادونو کې چې هوا هېڅکله نه شديده سړيږي او نه هم ګرميږي نو هلته دوزخ څنګه چل کوي؟
د دوی بحث لا روان وو خو زه ترې نور ويده شوم ځکه چې بیا د سهار لمانځه ته بیا نه شوی را پاڅېدی.
ملګرو هيله ده چې ليکنه درسره شريکه کړئ تر څو د سایبيریا د شديدې یخنۍ او د سعودي د شديدې ګرمۍ په لامل پوه شئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
