
- لومړۍ پوښتنه: لکه څنګه چې خدای (ج) په قران کریم کې فرمايي چې رحیم او رحمان دی او دوعاګانې قبلوي نو دا د افغانستان د خلکو دوعاګانې ولې نه قبليږي؟ هره ورڅ یې طالب او داعش وژني او تقربیا په میلیونو خلک په وطن کې دننه او د خدای په کور کې دوعاګانې کوي خو د یوه شخص دوعا هم کوم اثر نه دی کړی؟ چې دوعاګانې مو کار نه کوي نو بیا ولې بېځايه د حج په مراسمو په لکونو افغانۍ مصرفوو؟
- دوهمه پوښتنه: دا چې دوعاګانې مو نه قبلیږي نو ټولو ته ښکاره ده نو آیا داسې کیدای شي چې خدای (ج) د طالبانو او داعشیانو سره وي او د هغو پلوي کوي؟ یا دا چې خدای پاک له افغان ملت څخه مخ اړولی؟ او یا هم دا چې دا د دوعاګانو فلسفه له بنسټ نه مشکل لري؟
- درېیمه پوښتنه: د طالب او داعش مقصد خو شهادت، جنت، حورې، شراب او نور جنتي نعمتونه دي ځکه هغوی خپلو مړو ته د شهید خطاب کوي؟ خو افغان سرتېرو ته هم د شهید درجه ورکول کيږي نو زموږ او د هغوی تر منځ توپیر په څه کې دی؟
که دیني عالمان دلته په دې ليکنه کې ټګ او یا منشن کړئ نو ډېر به ښه شي تر څو د سیف الله ورور پوښتنو ته علم او منطقي ځوابونه ووايي او د زړه تسکین یې وشي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)