ولې د مسلمانانو دوعاګانې نه قبليږي؟

سیف الله ورور له نيمروز ولایت څخه ليکي وايي زما ذهن ته ډېر وخت کېږي ډول ډول پوښتنې راځي او غواړم چې زما دغه پوښتنې پر خپله پاڼه راته شرېکې کړئ تر څو علمي او منطقي ځوابونه يې په اړه ترلاسه کړم او ښايي د نورو خلکو سره هم زما په څېر پوښتنې وي خو له وېرې به یې پر خپلو پاڼو نشي مطرح کولی ځکه دا ډول پوښتنې مطرح کول د مچیو ځالې ته لاس وروړل دي او پر تا هسې هم د مچیو زهر تاثیر نه کوي:

  • لومړۍ پوښتنه: لکه څنګه چې خدای (ج) په قران کریم کې فرمايي چې رحیم او رحمان دی او دوعاګانې قبلوي نو دا د افغانستان د خلکو دوعاګانې ولې نه قبليږي؟ هره ورڅ یې طالب او داعش وژني او تقربیا په میلیونو خلک په وطن کې دننه او د خدای په کور کې دوعاګانې کوي خو د یوه شخص دوعا هم کوم اثر نه دی کړی؟ چې دوعاګانې مو کار نه کوي نو بیا ولې بېځايه د حج په مراسمو په لکونو افغانۍ مصرفوو؟

  • دوهمه پوښتنه: دا چې دوعاګانې مو نه قبلیږي نو ټولو ته ښکاره ده نو آیا داسې کیدای شي چې خدای (ج) د طالبانو او داعشیانو سره وي او د هغو پلوي کوي؟ یا دا چې خدای پاک له افغان ملت څخه مخ اړولی؟ او یا هم دا چې دا د دوعاګانو فلسفه له بنسټ نه مشکل لري؟
  • درېیمه پوښتنه: د طالب او داعش مقصد خو شهادت، جنت، حورې، شراب او نور جنتي نعمتونه دي ځکه هغوی خپلو مړو ته د شهید خطاب کوي؟ خو افغان سرتېرو ته هم د شهید درجه ورکول کيږي نو زموږ او د هغوی تر منځ توپیر په څه کې دی؟

که دیني عالمان دلته په دې ليکنه کې ټګ او یا منشن کړئ نو ډېر به ښه شي تر څو د سیف الله ورور پوښتنو ته علم او منطقي ځوابونه ووايي او د زړه تسکین یې وشي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ