له مرګ څخه مخکې لس پوښتنې

لس هغه پوښتنې چې باید هر مذهبي یې د مرګ د راتګ څخه مخکې له ځان څخه وپوښتي:

  • (۱)— ایا هغه دین او مذهب چې زه یې لرم زما خپل انتخاب ده یا که له پلار څخه راته میراث پاتې شوئ ده؟
  • (۲)— ایا هغه دین او مذهب چې زما پلار یې لري د هغه خپل انتخاب ده یا که د هغه له نیکونو څخه ورته میراث پاتې شوئ ده؟
  • (۳)— ایا که په کوم بل هیواد کې دې نړئ ته راغلئ ووم، بیا به مې هم همدا دین او مذهب وو؟
  • (۴)— که د دین اصول تحقیقي دي نه تقليدي، نو بیا ولې د پیدایښت سره سم توحید، نبوت او قیامت راباندې تپل کیږي؟
  • (۵)— که د دین اصول تحقیقي دي او ما تحقیق وکړ خو خدائ مې پیدا نکړ، نو بیا ولې زه وژل کیږم؟
  • (۶)— ولې قران خو یو ده خو اسلام تقريباً ۲۲ فرقې لري؟ د کوم مذهب پیروان به جنت ته ځي؟
  • (۷)— ولې ټول پیروان د نړئ په موجودو ۲۶ دينونو او تقريباً تر ۲۰۰ ډیرو مختلفو مذهبونو باندې کلک ایمانونه لري او د ټولو په نزد خپل دین او مذهب ورته له نورو ټولو څخه سم او ریښتیونۍ ښکاري او دوئ ټول نور دوزخیان یوازې خپل ځانونه جنتیان بولي؟
  • (۸)— ولې محمد (ص) او عمر (رض) یوازې سنيانو ته په خوب کې راځي؟ شیعه ګانو ته یوازې علي په خوب کې، او مسیحیانو ته یوازې مریم په خوب کې راځي؟
  • (۹)— ولې د امریکا او استرالیا لویو وچو ته هیڅ کوم دین او پیغمبر نه ده راغلئ او ولې خدائ ۱۲۴ زره پیغمبران یوازې د نړئ یوې کوچنۍ سیمې ته راولیږل؟
  • (۱۰)— ولې ورځ تر بلې د بیدینانو (آتئیستانو) په شمیر کې زیاتوالئ راځي؟ ایا دوئ پخپل لاس دوزخ ته تلل غواړي او یا که داسې څه یې لاس ته ورغلي چې موږ هم پرې نه پوهیږو؟

دین د هر انسان شخصي حق دی که یې ساتي او یا نه ځکه اسلام هم دا خبره کوي چې په دين کې زبردستي نشته، دين هغه وخت د منلو وړ وي چې کله د زړه څخه وي او موږ باید هيڅ وخت خپل دین پر نور تحميل نکړو.

د هيڅ دين پيروان به دا خبره هيڅکله ونکړي چې دوی په غلطه روان دي ځکه هغه څه چې دوی کوي نو په همغه کارونو کې دوی د خپل زړه سکون ويني نو ځکه پر هغه لاره روان دي، موږ باید دین د ژوند په هرڅه کې دننه نکړو او نه هم باید کوښښ وکړو چې د نورو انسانانو په عقایدو غرض ولرو، هر څوک پوه شه او دین یې، ځکه هيڅ انسان د بل انسان په قبر کې نه پرېوزي او هر انسان به د خپلو کړنو مسؤل وي.

تر ټولو لوی دین انسانیت دی او پرته له انسانیت څخه موږ د هيڅ دين پيروي هم نشو کولای !

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ