د تبليغ درويشتمه ورځ

پرون د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته د جومات په انګړ کې د یوې ونې لاندې کښېناستم، لږ شېبه وروسته شېخ الحديث هم زما خوا ته راغئ، ما ونې ته کتل ما وېل څومره ښکلې ونه ده، شېخ وېل که خدای کول له دې څخه به یوه ښکلې ونه زموږ او تاسې په نصيب وي په جنت کې.

ما وېل د جنت ونې به حتمن ډېرې ښايسته هم وي. شېخ الحديث وېل د جنت د ونو لویوالی دومره دی چې یوه سپرلۍ (په آس سپور) به یې په سل کاله کې له سيوري څخه هم بهر ونه وتلی شي.

ما وېل شېخ صیب چې دا به څرنګه او چېرته کرل شوي وي؟

ما وېل زموږ د ځمکې محيط ۴۰۰۷۵ کيلومتره دی چې انسان پلی هم پرې ولاړ شي نو په ۱۱ کالو کې د ځمکې یوه دوره کولای شي او تاسې د دې عظيم الشان ونې د سيوري خبره کوئ هغه هم بیا سپرلۍ او سل کاله؟

ما وېل دا ونه خو لکه چې زموږ د ځمکې د کرې څو برابره ده که څنګه؟

شېخ الحديث وېل رسول اکرم ﷺ چې کومه خبره کړې نو حتمن به سمه وي او د الله پاک په کارونو کې ګوتې وهل او ډېرې پوښتنې کول ښه نه دي بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « إِنَّ فِي الْجَنَّةِ لَشَجَرَةً يَسِيرُ الرَّاكِبُ فِي ظِلِّهَا مِائَةَ عَامٍ، لاَ يَقْطَعُهَا»
ژباړه: له سهل بن سعد څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي « په جنت کې یوه ډېره لویه ونه ده چې تر سيوري لاندې به یې سورلۍ (سپرلۍ) سل ۱۰۰ کاله سفر هم وکړي نو له سيوري څخه یې وتلی نشي.»

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۸۱ حديث ۱۴۱
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۸ ټوک ۷۶ کتاب ۵۵۹ حديث
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۶۵۵۲

عرفان هم غلی زموږ خبرو ته غوږ نيولی وو او شېخ الحديث ته یې وېل دا خو چې ته په سل کاله کې د ونې بېخ ته رسې او بیا لمر ته ترې راوځې نو ټول عمر خو مو په همدې کې تېريږي بل په دومره غټو ونو څه کوو؟

او بیا یې وېل که چېرې تل د ونې له سيوري لاندې ناست وو او د لمر وړانګې را باندې ونه لګيږي نو دا خو مو له ويټاميڼ ډي د کمښت سره مخ کوي، بس د دوی بحث روان وو زه ترې د ماښام اوداسه ته پاڅېدم.

ملګرو ليکنه درسره شريکه کړئ او الله پاک دې ستاسې هم دغه د جنت ونې په نصيب کړي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ