د تبليغ دوه ويشتمه ورځ

پرون ماښام شېخ الحديث راته ویل صديقه! ستا نور تبليغ بس دی ځکه زه دې په ډېرو حديثونو ستړی کړی یم، ما وېل شېخ صیب داسې په اسانه خو ولا که رانه خلاص شئ، تاسې په زور تبليغ ته راوستی یم نو اوس مو زه چېرې پرېږدم او بل دا چې د الله په لاره کې خو تکليفونه وي او ته څه خبر یې چې زما د هېوادوالو ستا د مبارکو احاديثو په وجه څومره ايمانونه تازه شوي.

په دې وخت کې رمضان را منډه کړه وېل د عرفان پلار ډېر سخت ناروغه دی، بیا زه او شېخ الحديث یې پوښتنې ته ورغلو. چې کله مو د عرفان پلار وليد نو حالت یې سم نه وو او د عرفان کوچنی ورور ورغئ چې پلار ته اوبه ورکړي او پلار یې یو شړنګ د عرفان د کوچني ورور له مخ څخه تېر کړ.

شېخ ماته او ما شېخ ته حيران وکتل نو وېل ښايي ملک الموت به د عرفان پلار ته د هغه د کشر ورور په شکل کې راغلی وي او پلار به یې د ملک الموت خيال پرې کړی وي. ما وېل دا څه وایې شېخ صیب؟

شېخ وېل همداسې یو ځل ملک الموت حضرت موسی ع ته راغلی وو او حضرت موسی داسې یوه کلکه څپېړه ورکړې وه چې یوه سترګه یې هم ورباندې ړنده کړې وه او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «أُرْسِلَ مَلَكُ الْمَوْتِ إِلَى مُوسَى ـ عَلَيْهِمَا السَّلاَمُ ـ فَلَمَّا جَاءَهُ صَكَّهُ فَرَجَعَ إِلَى رَبِّهِ فَقَالَ أَرْسَلْتَنِي إِلَى عَبْدٍ لاَ يُرِيدُ الْمَوْتَ. فَرَدَّ اللَّهُ عَلَيْهِ عَيْنَهُ وَقَالَ ارْجِعْ فَقُلْ لَهُ يَضَعُ يَدَهُ عَلَى مَتْنِ ثَوْرٍ، فَلَهُ بِكُلِّ مَا غَطَّتْ بِهِ يَدُهُ بِكُلِّ شَعْرَةٍ سَنَةٌ‏.
ژباړه:
له حضرت ابو هریرة څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: ملک الموت (عزرائیل ع) حضرت موسی ته ولېږل شو او چې کله ورغئ نو حضرت موسی ع یوه کلکه (قوي) څپېړه عزرائیل ع ته ورکړه او د عزرائیل ع یوه سترګه یې هم ور خرابه کړه. عزرائیل ع بېرته د الله ج دربار ته ولاړ او الله پاک ته یې وویل چې تا زه خپل داسې یوه بنده ته ور ولېږم چې هغه نه غواړي مړ شي. الله پاک د عزرائیل سترګه بېرته ورسمه کړه او ورته ویې فرمایل « بېرته ولاړ شه او (حضرت موسی) ته ووایه چې لاس دې د یوه غوايه په شاه کېږده او هر څومره وېښتان دې چې د لاس لاندې راغلل نو په همغه اندازه کلونه ژوند به کوې.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۲۳ حديث ۹۵
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۲ ټوک ۲۳ کتاب حديث ۴۲۳
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۱۳۳۹

نن سهار له لمانځه وروسته مې له عرفان څځه د پلار پوښتنه یې وکړه ما وېل د پلار تبیت دې نن څنګه دی؟ وېل صدیق صیب اوس ښه دی پرون یې لږ شراب لږ تر خپلې اندازې زیات کړي وو نو ځکه یې حالت هغسې شوی وو.

ملګرو ليکنې درسره شريکوئ تر څو نور دوستان هم له ثوابونو څخه برخمن شي او الله پاک مو جنتیان کړه.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ