دا کورنۍ، جغرافیه او ټولنه ده چې تاسې ته دين ټاکي نو بیا دا تعصب د څه لپاره کوئ؟

که چېرې تاسې په اسرائیلو کې پيدا شوي وئ نو اوس به ښايي یهودان وئ، که په سعودي کې پيدا شوي وئ نو مسلمانان به وئ او که چېرې په اروپا کې نړۍ ته راغلي وئ نو ښايي عيسوي او یا هم بې دينه به وئ او که چېرې په جاپان کې زېږېدلي وئ نو اوس به شينتو وئ.
 
دا کورنۍ، جغرافیه او ټولنه ده چې تاسې ته دين ټاکي نو بیا دا تعصب د څه لپاره کوئ؟
 
هغه څه چې د یوه انسان لپاره خورا اړين دي هغه اخلاق او انسانیت دی چې په هېڅ جغرافیه او مکان پورې محدودیت نلري. هغه انسانان چې ستر زړونه لري نو ستر شعور او مهربانه زړونه هم لري.
 
تر هرڅه وړاندې انسانیت

اړوند مطلب

د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره دوعا

زموږ ګاونډی له تېرو څو میاشتو څخه ناروغ وو او چې کله یې معاینات ترسره …

خپل آند راسره شريک کړئ