مجيد سهاک ورور له لندن څخه پوښتنه را لېږلې او وايي زه په دې وروستیو کې ډېر سخت کنفیوز یم او هغه په دې وجه چې په قران عظيم الشان کې موږ ته امر شوی:
?يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥١﴾ سورة المائدة ۵۱
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي.
- موږ ته اسلام امر کوي چې له یهودو څخه کرکه وکړئ خو خپله الله پاک بیا دوی تر ټولو ښه نازوي او د نړي تر ټولو شتمن او ځواکمن یې همدوی ګرځولي.
- موږ ته وايي له کوپارو سره دوستي مه کوئ خو الله پاک بیا خپل کور (کعبه شريفه) په کوپارو ساتي البته له مسلمانانو څخه.
- زور، طاقت، عقل، چل، هنر، ټکنالوجي یې ټول کوپارو ته ورکړي او موږ ته یې یوازې جهاد راکړی تر څو قیامته یو بل سره ووژنو.
د سهاک ورور پوښتنې خورا جالبې دي او هيله ده چې عولما کرام دلته را منشن کړئ او یا هم همدا پوښتنې په خپلو جوماتونو کې له مولوي صاحبانو څخه وپوښتئ او ځوابونه یې دلته شريک کړئ تر څو د سهاک صیب دغه کنفیوژن رفع شي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
