په ريښتيا هم اکثره اوقات د عقيدت سترګې ړندې، غوږونه یې کاڼه او پر عقل يې شپه وي!
په کوم هېواد کې چې هره ورځ د کربلا په څېر وي او په هر کور کې یې حسين او په هر ګوټ کې یې يو يزيد وي او هغه قوم چې د ۱۴۰۰ کاله پخوا يوه سياسي پېښه چې له هغه څخه يو فريق يې هم په دوی پورې نه اړه درلوده او نه يې هم کومه ګټه او تاوان د دوی سره شريک وو او نه يې هم کوم نسل، ژبه او کلتور ور سره شریک وو او ویر یې لمانځي، اوښکې پرې تويوي، وينې تويوي او ځانونه وهي نو پوه شئ چې دغو خلکو خپل ذهني توازون له لاسه ورکړی، له دغه خلکو څخه ړندو باورونو د فکر کولو توان اخيستی، دغه ډول خلک باید زر تر زره رواني ډاکټرانو ته د درملنې لپاره معرفي شي.
ایا دغه جاهلانو ته د خپل هېواد د زرګونو افغانانو وینې هېڅ کوم ارزښت نلري؟
دا چې کله نړیوال زموږ د خلکو دغه صحرايي حماقت ویني نو څه به فکر کوي؟
افسوس په دې راشي چې زموږ هېوادوال پرځای د دې چې ورځ تر بلې هوښیار شي او سترګې یې خلاصې شي لا د حماقت په تورو تیارو کې ډوبيږي.
افسوس افسوس!
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
