ډیر هوښیار هوښیار مو هم دا مني چې غربیان خلکو ته پیسې ورکوي تر څو خپله هم دین پریږدي او نور هم دین پریښودولو ته وهڅوي. خو که ورته ووايې چې تا ته به هم خامخا عرب پیسې درکوي چې سهار او بیګا یې د دین تبلیغ یا دفاع کوې نو وايي چې زه خو د افغانانو له غمه مړ یم او غواړم چې افغانان جنت ته لاړشي. که بیا ورته ووايې چې دوی ته هم څوک پیسې نه ورکوي او دوی هم د افغانانو له غمه مړه دي. ستا په نظر یې په هغه کې ګټه ده او د دوی په نظر یې پدې کې ګټه ده. نو نه یې مني او وايي چې نه تنها مونږ په حقه یو.
خو مذهبیان د د نورو نه بلکې د خپل جنت له غمه مړه دي. نورو ته هم چې تبلیغ کوي دلیل یې همدا دی چې ده ته پکې ثواب ورکول کيږي او دې پرې خپل جنت ته ځي.
خو که سړی حقیقت پټ نکړي نو اسلام او عیسویت یوازیني دوه دینونه دي چې هرکال ملیاردونه ډالر په تبلیغ، دیني کتابو، مدرسو، جوماتو، کلیساو او نورو دیني کارو لګوي. یهودان بیخي د خپل دین تبلیغ نه کوي او نه غواړي چې څوک دې یهود شي. یهویان باید له پلار نیکه یهودان وي.
په مسلمانانو او عیسویانو کې بیا مسلمانان ډیر تبلیغیان لري. پدې معنا چې نژدې هر مسلمان تبلیغي دي. په فیسبوک کې مو وګورئ له ډاکټر او انجنیر نه تر عام کس پورې به خامخا په هفته یا میاشت کې یو څو دیني پوسټونه کوی. که نور څه نه وي د جمعې درود ویلو ته خلک هڅوي. خو سره له ملیاردونه ډالره مصرفه، له لکونوکتابو، مجلو او لیکنو او سره له دومره تبلیغه بیا هم د ګوتو په شمار په دین انتقاد کوونکې یا د دین مخالفې لیکنې نشي برداشت کولای. ځینې یې چې ولولي نو لړزه پرې راشي. له خولې به یې ځګونه بادیږي او لیکونکي ته به اختار، ښيرا او یا کنځا کوي.
- بله خبره دا چې اکثرو ملګرو زما په ليکنه دا انتقاد کړی چې یو هندو هم تا غولولی شي؟
- نه پوهېږم چې دا زموږ خلک ولې هنداونو ته په دومره ټيټه او د حقارت په سترګو ګوري؟
- هندوان چې نن د نړۍ په کومو لوړو پوستونو کار کوي هغه زموږ افغانان په خوب کې هم نشي ليدلای، موږ به تر کومه په همدې کاذب غرور کې ډوب وو؟
هندوانو چې د تخنيک په برخو کې کوم پرمختګونه کړي نو هغه ته موږ ښايي ۲۰۰ کاله وروسته هم ونشو رسېدای که چېرې پر زموږ همدا ذهنیت حاکم وو. لږ خپلو ګرېوانونو ته سر ور ښکته کړئ او نور له دې کاذب غرورو څخه لاس واخلئ.
دا خبره دې پورې رایاده شوه چې زما په ځینو پوستونو د بعضو بعضو مرګرو ایمانونه جړقیدلي وو، هغوی فکر کوي چې ګنې زمانه هم ایمان چېرته لاره کې لویدلی دی. خدای دې داسات نه راولي زه پوره ایماندار یم، خو که بیا هم څوک شرم نلري او ټاپې را باندې لګوي نو ټولو ټاپه مارانو ته وایم چې لاس مو تر لندنه خلاص، ستاسو ټاپې والله که ماته د یوه توت ارزښت هم لري، خوشې بې ځایه ځانونه مه ستړي کوئ.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
