آیا په اسلام کې د جنایت جواز شته؟

په اسلام کښې هر جنایت ته جواز ورکړل شوی دی فقط نوم یې ور بدل کړی:

۱: د مثال په توګه په پردیو ښځو تجاوز یا زنا ناروا ده خو نوم یې ورته مینځه کړه نو بیا یې پرته له نکاح تر قیامته ورباندې خېژه او دا کار بیا روا دی او همدا مینځه بیا لکه مرده ګاو پس له یوه حیضه بل ته تحفه هم ورکولای شې او هغه یې هم پرته له نکاح ورباندې تجاوز کولای شې نو مرده ګاوي او زنا دواړه روا دي فقط نوم یې مینځې ته ور بدل کړه.

۲: بچه بازي او ظلم په اسلام کښې ناروا ده مګر نوم یې غلام کړه او بیا ورباندې عشق او تر مرګه کار ورباندې په زور کوه او خرڅول یې هم درته روا کړي دي، فرق دومره دی چې نوم باید بدل شي او دې جنایت ته د الله د امر نوم ورکړه نور خیر او خیریت دی.

۳: غلا په اسلام کښې ناروا ده مګر د غنیمت په نوم د نورو کاروانونه، موټر، ښځې او بچیان چور کول نه تنها روا دي بلکې ثواب لري او جهاد یې بولي.

۴: په اسلام کښې مردهګاوي حرامه ده مګر په مينځو او ازادو شځو د صیغې یا موقتې نکاح په نوم مرده ګاوي حلاله او جایزه ده، سوره نساء ایت ۲۴ کښې د متع امر شوی ده نو د موقتې نکاح یا مينځې  بل ته د سکس لپاره بخښل او مرده ګاوۍ تر منځ څه فرق دی؟

فقط نوم یې بدل دی ځکه په موقتي نکاح کښې هم هدف پیسې دي او د مرده ګاو هدف هم پیسې دي او تاسې ته معلومه ده چې د اسلام د پرمختګ یوازینی لامل په سعودي کښې ۱۴۰۰ کاله مخکښې برملا د غلا، زنا، تجاوز او مینځو اجازه ورکول وو، دا چې هغه وخت د عربو کارو بار په شځو تجارت او په ښځو مرده ګاوي کول وو نو په بدل نوم ورته آزاده اجازه ورکړل شوه ځکه په ډلو ډلو خلک پکښې داخل شول، عمر، علي او عثمان یوه مینځه هم تر اسلام مخکښې نه درلوده نو د اسلام له منلو وروسته هر یو د لسهاو مينځو ښځو او قدرت خاوندان شول، خلاصه دا چې یواځې نوم یې ور بدل کړی نور هر څه روا دي:

  • قتل = جهاد
  • غلا = غنیمت
  • زنا = مينځه
  • مرده ګاوي = موقتي نکاح
  • بچه بازی یا مفت کار کول په خلکو = غلام

غنیمت تر غلا په حقیقت کښې ستر ظلم دی ځکه چې غلا په پټه کيږي او غنیمت بیا د قتل او قتال څخه وروسته وړل کيږي نو غنیمت تر غلا هم بدتر دی.

ليکوال: عصمت عزيز

اړوند مطلب

داعش ټالیب او مروج اسلام! 

اسلام به د سولې دين وي خو موږ ته نه دی. موږ ته یوازې په …

خپل آند راسره شريک کړئ