ایا موږ خدای ته کورونه جوړوو؟

نورالله ځدراڼ له ننګرهار څخه ليکي وایي زه یو مزدورکار سړی یم او له پکتيکا څخه دلته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره راغلی یم، وایي دلته په ننګرهار کې په هره کوڅه کې خلکو څو څو جوماتونه جوړ کړي او بیا یې نوم د خدای د کور ورکړی، هغه وايي زموږ د کائناتو دا لوی خالق یې ولې دومره کوچنی کړی چې پخپلو لاسونو کورونه ورته جوړ کړي او بیا وایي دا د خدای کور دی؟

د هغه په وینا د خدای لپاره خو په نړۍ کې په ميليونونو ميليونونو کورونه جوړ شوي او په میلیاردونو ډالر پرې لګول شوي کوم چې نه خدای ورته کومه اړتیا لري او نه هم پکې اوسيږي، زه چې بیا سرپناه ته شدیده اړتیا لرم نو یو کور هم نلرم؟

وروستۍ خبره یې دا کړې وايي د افغانستان جوماتونه پرته له جمعې نور ټول وخت خالي وي ځکه ځانمردارو خلک دومره وېرولي چې اوس جوماتونو ته څوک له ډاره هم نه ځي او ډېری نور بیا په دې وجه نه ځي ځکه چې خلک یې بوټونه غلا کوي، وايي د کلو د جوماتونو خو به څه نه وایم ځکه چې هغه اوس ټول د افراطي طالبانو او داعشیانو په مرکزونو او پټنځایونو بدل شوي.

خبرې یې ډېرې جالبې وې هيله ده چې دیني عالمان د دې ورور پوښتنو ته په فصاحت علمي او منطقي ځوابونه ووايي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

داعش ټالیب او مروج اسلام! 

اسلام به د سولې دين وي خو موږ ته نه دی. موږ ته یوازې په …

خپل آند راسره شريک کړئ