اسلام به د سولې دين وي خو موږ ته نه دی. موږ ته یوازې په خشونت، وژنه او تخریب را پېژندل شوی دی، زموږ د روایاتو، تفسیر، سیرت، فقهې، تاریخ او سیاست په کتابونو کې معرفي شوی اسلام له قتل او دښمنۍ پرته بل هېڅ پیغام نه لري.
زموږ د مسجدونو امامان درګرده خلکو ته د کرکې ديانت ور زده کوي، تر څو چې د مذهبي زده کړو همدغه نصاب او همدغه ښوونکي وي نو په والله باالله که ښه ورځ ووينئ.
ما خپلې غاړې درته خلاصې کړې، دا ځکه درته وایم چې ما د ملایی، مدرسې او مذهبي زده کړو په ماحول کې نيږدې ۱۵ کاله تېر کړي او اوس مې هم د مطالعې یوه لویه برخه جوړوي، د مروجو مذهبي زده کړو د نصاب په محتوا کې یوازې او یوازې د کرکې، تعصب، تنګ نظرۍ او له ټولې نړۍ سره د دښمنۍ او د بدعت په نوم د هر ډول دنیوي پرمختګ د مخنیوي لارښوونې دي.
زموږ دولت او خلک دې د ستونزې دغه حقیقي فکتور وپېژني ځکه موږ له دې پرته د خلاصو اساسي لار نه لرو.
ليکوال: ارواښاد پېروز (رح)