حاجي ستانکزی صیب ليکي وايي په پاکستان کې زرګونه مذهبي لیونیان راپورته شوي تر څو یوه کمزورې ښځه ووژني. وايي عقیدې له دغو انسانانو وجدان، ترحم او انسانیت اخیستی او په بدل کې یې ورته وحشت او قهر ورکړی. وايي همدا وحشیان بیا سبا وايي چې زمونږ دین د امن دین دی.
حاجي صیب وايي عقیده چې ډیره قوي شي نو د انسان په وجدان پښه ږدي او له انسانه د هغه انسانیت او د ښه او بد قضاوت اخلي. بیا دغه انسان د صحیح او غلط په ځای د ثواب او ګناه په فکر کې وي. بیا د ثواب لپاره یو وحشي کار هم په ډیر شوق او مینه ترسره کوي او هیڅ د ملامتیا احساس نه کوي.
همداراز حاجي صیب دا هم وايي عقیده مو کنټرول کړئ کنه عقیده به تاسې کنټرول کړي او وحشيان به درنه جوړ کړي. بیا به د یوې کمزورې بیګناه ښځې په وژلو کې هم ثواب وینئ او دغه کار به درته غلط نه ښکاري.