
حاجي صیب وايي عقیده چې ډیره قوي شي نو د انسان په وجدان پښه ږدي او له انسانه د هغه انسانیت او د ښه او بد قضاوت اخلي. بیا دغه انسان د صحیح او غلط په ځای د ثواب او ګناه په فکر کې وي. بیا د ثواب لپاره یو وحشي کار هم په ډیر شوق او مینه ترسره کوي او هیڅ د ملامتیا احساس نه کوي.
همداراز حاجي صیب دا هم وايي عقیده مو کنټرول کړئ کنه عقیده به تاسې کنټرول کړي او وحشيان به درنه جوړ کړي. بیا به د یوې کمزورې بیګناه ښځې په وژلو کې هم ثواب وینئ او دغه کار به درته غلط نه ښکاري.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)