ترخه حقایق – که حوصله لرئ ویې لولئ! 

زه چې کله هره ورځ چې د یوه افغان ماشوم د يتیمیدا خبر اورم پر سر مې د اور مېچن ګرځي کله چې ګورم یوه کونډه خور په بې سېکه ځان د ناوسۍ او لوږې له کړاو نه فریاد کوي سوځونکې څړیکې مې په وجود کې پورته شي ډېری وختونه مې ددې ډول خبر له لیدو وروسته تیاره ډوډۍ همداسي سلامته پرې ایښې دا هر څه مې پر وجود او روان خورا بد تاثیرات اچوي زه هم ددې ملت سره هره ورځ مرم او ژوندی کیږم ددې ولس سره مې روح او ځان تړلی.

تاسو پوهیږئ چې زموږ د هیواد په سلو کې ۹۹% ستونزې د ړندو باورونو له وجې دي او که موږ همداسي بې تفاوته پاتې شو نو دا به مو د خپل ناروغ ولس سره جفا کړې وي، تاسو فکر وکړئ کله چې کوم پوډري پر خپل حال پریښودل شي خوشاله وي چې څوک یې په کار غرض نه کوي دی پر خپل حال راضي وي خو نه باید دوستان یې ددې وژونکې بلا په خوله کې پریږدي هغه تبا کیږي که څه هم د هغه راګرځول به درد ولري خو د دوستانو له ورکړل شوی درد یې د ښېرازۍ په موخه وي په دې سره یې خپل او بچیانو ژوند ژغورل کيږي. ټول دردونه یو شان نه وي مثلآ هغه درد چې یو ناروغ ته د پیچکارۍ لګولو پر مهال د هغه د صحتمندۍ په موخه ورکول کیږي هیڅکله د هغه درد سره یو ډول نه دی د کوم چا د اولاد د وژلو پر مهال چې هغه ته ورکول کیږي.

دې افراطي مذهبي افکارو خو د افغان ولس خانه خرابه کړه په ټوله نړۍ کې یې بې حیثیته کړ، د پرمختګ او آبادۍ مخه یې ورته ډب کړې ده همدا ړانده باورونه دي چې وایي دا دنیا د مسلمان لپاره نه ده په دې توګه یې د کار او زیار نه منع کوي ولي باید ددې ولس پر سترګو تړل شوي پټۍ پر خپل حال پاتې شي؟

  • که لږ شاته وګورو شاه امان ددې ملت سره د لیونتوب تر کچې مینه درلودله او ستر ارمان یې د ملت سوکالي او آبادي وه، چا له هیواد نه وتلو ته مجبور کړ هغه کوم افکار او باورونه وه چې د هغه د ارمانونو مخه یې ډب کړه؟؟

  • ویاړلی او ځیرک مشر ډاکټر نجیب چا او ولې وواژه د کومې انګیزې له مخي ووژل شو؟ هغه کومه بهانه وه چې مشر یې د مرګ تر کومې ورساوه؟

  • طالب او داعش چې هره ورځ افغانان وژني، د کومو فرمانونو په اساس یې وژني؟

  • ولې یو څوک طالب یا داعش شي؟

  • تر کله به دا مړژواندی ملت همداسي په اسره کې په خالي لاس پاتي وي؟

  • د هغه کونډې لپاره چې ورور یې له لاسه ورکړی میړه یې وژل شوی د لوږي بلا یې د بدن اوبه ځبېښلي دي بېشکه چې د اخرت ښېګڼي یوه اسره ده خو زه وایم تر کله باید کونډه د داسې هیلو سره ژوند وکړي؟ 

زموږ هدف دا دی چې هیڅ یوه ښځه باید بې میړه، بې وروره او بې اولاده نه شي په هیواد کې بايد د مذهب په نامه ددې جنګونو قاتل بهیر ختم شي چې بیا نه یوه ښځه بې میړه، بې وروره یا هم بې اولاده شي.

دا ملت د هغه کس حیثیت لري چې په پوډرو روږدي شوی دی او له خپلي تباهۍ نه خوند اخلي ته خبر یې؟ چې هر کال د حج او زیارت په نامه څومره ډالر د افغانانو له جیبونو نه د عربي شیخانو بانکي حسابونو ته ځي؟
که دا پیسې په هیواد کې پاتي شي څومره ګټه به ولري شاید دا کار مو د لوږي نه را پورته شوي څړيکې لږ ارامې کړي خو لکه اوس که همداسي ادامه ورکړو شاید تر بدو بدتر شو. همدا ړانده باورونه دي چې د افغان ملت نه یې د قربانۍ پسه جوړ کړی دی حتی دومره یې لاس او پښې ور تړلي چې پر خپلو اولادونو د خپلې ژبي نومونه نه شي ايښودای.

لږ خپلو ګرېوانونو ته سر ور ښکته کړئ او لږ ژور فکر وکړئ، غوره به دا وي چې نن شپه له خوب مخکې په دغه موضوع خپل مغزونه وجنګوئ.

اړوند مطلب

د زړه چیغه!

حاجي ستانکزي ویل پښتنو که شرم لرئ نو لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو …

خپل آند راسره شريک کړئ