د زړه چیغه!

حاجي ستانکزي ویل پښتنو که شرم لرئ نو لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې د څو مړو پر سر څنګه ښځې او نر راټول شول.

خو آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟ نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.

پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو. چې دا اسلامیت او افغانیت یې په خوله ور ومنډې نو کیدای شي عقل یې سرته راشي.

  • چاته ګټې دا اسلامیت او افغانیت؟
  • نور څومره اسلامیت ګټې؟
  • د اسلام په نوم دا نژدې ۴۰ کاله کم ووژل شولو؟
  • ټالیب، داعش، حزب، جمیعت، حرکت او شل نورې ډلې خو د اسلام په وجه را پیدا شوې نور یې څنګه ګټئ؟
  • او افغانیت چاته ګټئ؟ ټالیب، داعش او د دوی همفکرانو ته؟

دوی په افغانیت څه کوي. دوی ته خو امت مهم دی.

که افغانیت هغه بې کوره وږو ته ګټئ؟ هغوی ته افریقایان ووايئ خو ډوډۍ ورکړئ پرې خوشاله به وي. او که هغوی ته افغانیت ګټئ چې هره ورځ وژل کیږي؟ مړي په افغانیت څه کوي؟ ستا اولویت ستا ژوند دی. افغانیت او اسلامیت پریږده اول دې ژوند وګټه. وحشیان دې هره ورځ د هیواد په هر ځای کې پښتانه وژني خو ستا دا مرداره خوله پټه وي. د افغانیت او اسلامیت په ځای دې د ژوند لپاره سرکو ته راووځه. لږ یې له دا هزاره وروڼو او خویندو زده کړئ. ته چې د خپل مړي پوښتنه نشې کولای نو ته به د افغانیت لپاره کومه توره وکړې. ته افغانیت په لسو کمعقلو او یو څو فاشیستانو نشې ګټلای. ستا دا افغانیت دې په توپه ولګیږي چې ته له یوې خوا د افغانیت چیغې وهې او له بلې خوا د افغانانو په مرګ دې سترګې مړې نیولې وي.

پښتنو ځکه خوار او زار یاستئ چې لا هم یا د مذهبي وحشیانو ملاتړ کوئ یا د فاشیستو جذباتیانو چې نه په سیاست پوهیږي او نه مو راټولولای شي. د همداسې خلکو په وجه مو نه یوازې نور قومونه بلکې ټوله نړۍ ملامتوي. دومره کمعقل یو چې ان زمونږ هغه قومي متعصب کې هم اسلامي چینجۍ خوځیږي. ښه کلک پښتون متعصب به وي د افغانستان نورو قومو ته به بد وايي خو بیا به هم د وحشي عرب ړوند مرید وي.

که ځان ګټل غواړئ نو نور پښتانه چې د هرې عقیدې او مفکورې خلک وي، به زغمئ. د عربي وحشت لپاره خپل مه پردي کوئ. هزاره ان خپل عیسویان هزاره ګڼي تاسې خپل شعیه هم بد ګڼئ او وژنئ یې. تا ته که عقیده تر هر څه مهمه وي بیا نو د پښتون او افغان چیغو باندې ځان او نور مه غلطوه. ته بیا د پښتنو او افغانانو په درد نه خورې.

پښتنو! نور د داسې چا شاته ودریږئ چې هم په سیاست نور ملامت کړای شي، هم ستا حق واخیستی شي او هم مو راټول کړي. له مذهبي افراطیانو او فاشیستانو نه نور تیر شئ. دوی به مو په یو څو جذباتي خبرو موقتي خوشاله کړي خو راتلونکۍ به مو تباه کړي. پوهیږم چې مونږ ته دغه یو څو جذباتي بې نتیجې خبرې تر یو څو ترخو حقیقتو ډیر خوند را کوي خو چې ځان بدل نکړو همداسې به ذلیل یو.

همدا تاسې د وطن حال او آینده یاستئ. که نور څوک نه وینئ پخپله مخکې شئ. که نور څه نشئ کولای یو فعاله د ځوانانو ټولنه جوړه کړئ چې د ځینو متعصبینو ځواب په منطق او پوهه ورکړای شئ. وزګار کښيناستل مو د تباهي کندې ته برابروي.

بل دومره سرټمبه کیږئ مه. د نن نړۍ لپاره پتلون او نیکټايي د عصریتوب نښه ده. دا که ته منې که نه ته مهم نه یې ځکه ته د یو سوالګر هیواد تبعه یې او څوک دې په خیرات کې هم نه پریږدي. نورو نړیوال په همدې شیانو غلط کړي تاسې څه بلا وهلي یاستئ چې ترینه بده وړئ. داسې کلتور یا ښه ژوند خو مو دی چې پرې نازیږئ. تاسې کمیس او لونګئ ګټئ او هغوی درنه ژوند ګټي. لږ مو د عقل سترګې خلاصې کړئ او په دا جذباتي خبرو او شعارو مه غلطیږئ.

مرو هم مونږ او ملامت هم مونږ یو. دا هر څه د خپلې شاته پاتې وحشي مفکورې په وجه چې بدلون او پتلون کفر ګڼو له مونږ سره کیږي. خو کوم قومونه چې نه بدلیږي هغه په ماضي کې پاتې کیږي.

ملګرو دغه د زړه چیغه تر نورو هم ور ورسوئ ګوندې لږ عقل یې سر ته راشي او د خپل ژوند په ارزښت پوه شي.

اړوند مطلب

اخر موږ په څه شي ویاړ کوو؟

د زړه له درده یې ليکم! موږ ته به زور څنګه نه را کوي چې …

خپل آند راسره شريک کړئ