ټاليبانو له امريکا غوښتي چې بلوڅ آزادي غوښتونکې ډله د ترهګرو په لېست کې شامله ګړي

امریکا ته د ټالیب د سولې یو شرط دا وو چې په پاکستان کې جنګېدونکې بلوڅ آزادي غوښتونکې ډله به د ترهګرو په لېست کې شاملوي او دا دی نن امریکا د ټالیبانو دا شرط ومانه.

خو پوښتنه دا ده چې د ټالیب یې له بلوڅ آزادي غوښتونکو سره څه؟ دوی خو نه ټالیب ته څه تاوان رسولی او نه افغانستان ته. برعکس دوی خو د پاکستان په ضد د افغانستان د هرې خبرې ملاتړي وو. نو بیا ولې ټالیب داسې شرط کېښود؟

تریخ حقیقت خو دا دی چې ټالیب د پاکستان ملېشه ده او پاکستان به یې تل د خپلو ګټو لپاره استعمالوي او خپل دښمنان به که هر څوک وي پرې وهي. زما افسوس هغو افغانانو ته راځي چې لا هم ټالیب آزاد او د پاکستان ملیشه نه ګڼي. دوی دومره فکر هم نه کوي چې د وحشي ټالیب له مشرانو او دفترو نه تر نظامي او روزنیزو مرکزو پورې یې هر څه په پاکستان کې دي او چې پاکستان ورسره نه وي نو شپه به هم هلته ونکړای شي. دوی دې ته هم فکر نه کوي چې د ټالیب ټولې فیصلې د پاکستان په خوښه او د پاکستان په ګټه دي.

یو وخت ځینې افغانانو د مجاهدینو په اړه همدا حقایق ویل چې دوی د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي خو ډیری افغانانو نه منله. نتیجه یې دا شوه چې مجاهدینو د پاکستان په ګټه افغانستان وران کړ. نن پاکستانیان خپله په ډېر فخر وايي چې مجاهدین مو جوړ کړل او افغانستان مو پرې وران کړ. ډیری مجاهدین هم اوس دا مني چې دوی د پاکستان د ګټو لپاره له خپل دولت سره وجنګیدل.

هماغسې نن یو شمیر خلک د ټالیب په اړه وايي چې دا د پاکستان ملېشه ده او د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي. که نن مو پدې حقیقت سر نه خلاصوئ نو سبا چې ټالیب لکه مجاهد دا هېواد وران کړي بیا یې هم پرې مه خلاصوئ. ځکه هغه وخت که بیا پدې حقیقت پوه هم شئ هیڅ ګټه نلري. هلته به بیا پاکستانیان په افتخار وايي چې دا ځل مو په وحشي ټالیب تباه کړل. د یو پوه او ناپوه ملت یو ستر فرق دا دی چې پوه ملت سر خلاصوي او د ناورینو مخه نیسي خو ناپوه ملت سر نه خلاصوي او ځپل کیږي.

په هر صورت د وحشي ټالیب د دې کار په وجه به اوس پاکستان په بېچاره بلوڅو د ترهګرۍ د ځپلو تر نامه لاندې محشر جوړ کړي. د بېګناه بلوڅانو مرګونه هم باید اوس په وحشي ټالیب پسې ولیکل شي.

ا. ستانکزی

اړوند مطلب

اخر موږ په څه شي ویاړ کوو؟

د زړه له درده یې ليکم! موږ ته به زور څنګه نه را کوي چې …

خپل آند راسره شريک کړئ