د تبليغ شپږ دېرشمه ورځ

نن د سهار له لمانځه څخه وروسته چې کله د ايمان او یقين په تقرير زموږ ټولو ايمانونو په جوش راغلل نو وروسته د سهار چای ته کښېناستو، نن هغه تازه مسلمان شوی هندي راجا له کوره حلوا راوړې وه.

راجا ټولو ته حلوا واچوله خو ما د پرهېز په وجه ونه خوړله نو ما خپله برخه عرفان ته ورکړه. محسن په دې کار عرفان ته بد بد کتل شروع کړل.

شېخ هم د محسن څېرې او تريو تندي ته متوجې شو او ماته وايي خیر دی صديقه! د خوراک او غنيمت په تقيسم کې دا کيسې راځي او حتا صحابه کرامو به هم له یو بل سره د غنيمت پر مال له یو بل سره ضد کولو.

ما وېل دا څه وايې شېخ صیب؟

بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا رَوْحُ بْنُ عُبَادَةَ، حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ سُوَيْدِ بْنِ مَنْجُوفٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ بَعَثَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَلِيًّا إِلَى خَالِدٍ لِيَقْبِضَ الْخُمُسَ وَكُنْتُ أُبْغِضُ عَلِيًّا، وَقَدِ اغْتَسَلَ، فَقُلْتُ لِخَالِدٍ أَلاَ تَرَى إِلَى هَذَا فَلَمَّا قَدِمْنَا عَلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ « يَا بُرَيْدَةُ أَتُبْغِضُ عَلِيًّا » فَقُلْتُ نَعَمْ. قَالَ « لاَ تُبْغِضْهُ فَإِنَّ لَهُ فِي الْخُمُسِ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ »
ژباړه: حضرت عبدالله بن بريدة فرمايي: رسول الله ﷺ حضرت علي خالد ته ور ولېږلو تر څو د غنيمت شويو مالونو خُمس (پنځمه برخه) ترلاسه کړي. حضرت علي رض (له مينځې سره چې د خُمس له اموالو څخه شمېرل کېده کوروالی (قرابت) کړی وو) غسل وکړ. زه د حضرت علي رض له دغه کار څخه ناراحته شوم او خالد ته مې وویل: ته دغه نه وينې چې څه کار یې کړی؟! کله چې د نبي کريم ﷺ حضور ته راغلو نو دا کيسه (واقعه) مو ورته بیا وویله. رسول اکرم ﷺ وفرمایل: اې بريدة! ایا له حضرت علي رض څخه په زړه کې کرکه لرې؟ ما ویل هو. بیا رسول اکرم ﷺ وفرمایل چې له هغه سره کينه مه کوه ځکه د هغه د خُمس برخه (حصه) له دغه څخه هم زیاته ده.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۴۳۵۰
  • دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۴ کتاب ۳۷۷ حديث
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۵ ټوک ۵۹ کتاب ۶۳۷ حديث

راجا چې کله حديث واورېد نو یو دم ولاړ شو وېل سر له ننه دې دا دين تاسې ته مبارک وي زه ترې تېر یم.

شېخ وېل هلئ سړۍ مرتد شو او را ټينګ یې کړئ.

په دې وخت کې ما شېخ الحديث را کلک ونيولو او ما وېل شېخ صیب نه دا د صحابه کرامو دور دی او نه هم زموږ د وطن په څېر هېواد دی چې د خلکو ژوند واخلې او د کافر او مرتد په نوم یې ووژنې بلکې دلته حکومت او عدالت شته او د هندوستان د قانون مطابق دې شخص کوم جرم نه دی کړی بلکې دا یې خپل شخصي کار دی چې دين ساتي او کنه مطلب خپله فردي ازادي لري.

بیا مې شېخ ته وېل دا ټوله ستا خپله ګناه ده چې د نویو مسلمان شوو کسانو پر وړاندې دا ډول احاديث موږ ته بیانوې، ما وېل موږ خو ورسره بلد یو خو دا خلک دا ډول خبرې نشي زغملی.

راجا له موقع څخه په استفاده په منډه له جومات څخه وتښتېد او هغه د حلوا کاسه هم ترې پاتې شوه، خدای خبر چې د خوارکي به اوس څه حال وي.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ