سهار مې شېخ ته ویل ما وېل باوجود د دې چې زه ستاسې مستند احاديث له خپل ملت سره شريکوم خو دوی بیا هم ښکنځل کوي نو زه د دوی سره څه وکړم؟
شېخ الحديث وېل صديقه که چېرې تاسې پټانان انسانان وی نو خپل ملک به مو نه ړنګولو او ستاسې ټولو ماغزو زنګ وهلی ځکه چې تحقيق نه کوئ او له عقل کار نه اخلئ او هر څه د دين په نامه په پټو سترګو منئ، وېل نه په خپله په څه پوهېږئ او نه د بل خبرې ته غوږ ږدئ.
خدای شته دا خبرې یې ستخې بدې را باندې ولګېدې، که څه هم خبرې یې خورا زیاتې ترخې وې مګر حقيقت یې بیانولو نو ما هم دا د زهرو غوړپ تېر کړ او حقيقت ته کې ځان تسليم کړ.
بیل یې وېل صديقه هر څوک چې ښکنځل کوي نو هغوی ډېر ذليله، پست او کم ظرفه انسانان دي او ښکنځا د یوه مسلمان خصلت نه دی او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الْفَاحِشِ وَلاَ الْبَذِيءِ »
ژباړه: له حضرت عبدالله څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: مومن نه سپکاوی کونکی دی، نه لعنت کونکی، نه فاحش (ښکنځلمار) دی او نه هم بې شرمه (ناشولته).
- لومړی ماخذ: جامع الترمذي ۱۶ کتاب ۱۵۰۳ حديث (انګليسي ۱۵۴۶ حديث)
- دویم ماخذ: صحيح الالباني ۱۵ کتاب حديث ۲۴ (انګليسي حديث ۳۳۲)
شېخ وېل یو انسان ته ښکنځل څه چې حتا یو چرګبانګي ته هم ښکنځل کول ناروا دي او بیا یې دغه حديث شریف راته بیان کړ:
عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «لاَ تَسُبُّوا الدِّيكَ فَإِنَّهُ يُوقِظُ لِلصَّلاَةِ»
ژباړه: له زین بن خالد څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: تاسې چرګبانګي ته ښکنځا منه کوئ که چېرې د لمانځه لپاره یې را ويښ کړئ.
- لومړی ماخذ: سنن ابي داود کتاب ۱۸ حديث ۲۲۰
- دویم ماخذ: سنن ابي داود حديث ۵۱۰۱
- درېیم ماخذ: سنن ابي داود انګليسي کتاب ۴۲ حديث ۵۰۸۲
بیا یې وېل که د یوه مسلمان د ښکنځا په وجه حتا یو بې دينه هم ښکنځا وکړي نو د هغه ګناه به هم د مسلمان په غاړه وي او بیا یې د قران دغه مبارک ایت راته تلاوت کړ:
وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّـهِ فَيَسُبُّوا اللَّـهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ سورة الأنعام ۱۰۸
ژباړه: او تاسې هغو ته ښكنځلې مه كوئ چې دوى يې له الله پرته عبادت کوي، ځکه دوی ښايي د ناپوهۍ له وجې په ناحقه الله ته ښكنځل وكړي.
وېل که بیا هم ځينې بې شرمه انسانان وو چې باوجود د دې یې هم ښکنځلې کولې نو په ځواب کې یوازې دومره ورته وليکه چې (وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلامًا) او بس نور ځواب مه ورکوئ.