نن د سهار په جمه شېخ الحديث په نظر را نغئ نو له عرفان څخه مې پوښتنه وکړه ما وېل شېخ څه شوی او جمې ته ولې نه وو راغلی؟
عرفان وېل شېخ الحديث ته چا ويلي وو چې که چېرې یو شخص له خپلې ښځې څخه تر شپږو میاشتو ډېر مسافر شي نو ښځه یې حق لري چې له خاوند څخه طلاق واخلي، وېل شېخ بېګاه چې ته ويده وې هغه تبليغ پرېښود وېل هسې نه چې ښځه مې له لاسه ووځي.
ما عرفان ته وېل شېخ خو پخپله عالم دی نو دې خبرې ته یې مخکې پام نه وو؟
وېل ضرور نه ده چې عالم دې په هرڅه پوه شي او وخت یې نه لرلو چې کتابونه په دې مسئله وګوري نو ځکه له جومات څخه یې پښې سپکې کړې.
عرفان وېل شېخ سخته ناځواني وکړه چې پرته له خدای پامانۍ ولاړ او اوس یې دا کدو سری راته امير کړ او اوس به د دې خبرو ته غوږ ږدو.
محسن هم سم شیطان دی سمدستي امير ته وايي عرفان تاته د کدو سري خطاب وکړ. امير صیب وېل خیر ځوان دی او بیا یې وېل د مشر خبرو ته باید غوږ ونيول شي او اطاعت یې وشي او حتا په دې مورد یې د شېخ الحديث په څېر حديث هم راته بیان کړ:
عَنْ أَنَسٍ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «اسْمَعُوا وَأَطِيعُوا، وَإِنِ اسْتُعْمِلَ حَبَشِيٌّ كَأَنَّ رَأْسَهُ زَبِيبَةٌ»
ژباړه: له حضرت انس څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: غوږ ونيسئ او اطاعت وکړئ (د خپل رئيس یا مشر) حتا که حبشی (اتوپيایی) وي او سر یې د کشمش (مميز) په څېر هم وي.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۶۹۳
- دویم ماخذ: صحيح البخاري ۱۰ کتاب ۸۸ حديث
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۱ ټوک ۱۱ کتاب ۶۶۲ حديث
خوشبختانه شېخ الحديث د خپل واټسپ شمېره عرفان ته ورکړې وه او هغه بیا ماته راکړه، زنګونه مې ورته ډېر ووهل خو ځواب یې را نکړ، ما وېل خیر بیا به له وطن څخه ورسره اړيکه نيسم.
خدای شته غرمه چې له جوماته راوتم نو ټولو راپسې ژړل او وېل داسې نامي تبليغ موږ په ټول ژوند نه وو کړی، زموږ د ګروپ تقريباً ټولو وېل چې ته ځې نو موږ هم نور په تبليغ کې نه پاتې کېږو. ما وېل اوس مې ويزه ختمه شوې بیا به بل کال که ژوند وو یوه چېله درسره ولګوم، له دې سره زموږ د ګروپ ۱۸ کسان نن رخصت شول او فکر نه کوم چې بیا دې تبليغ ته راشي.
تبليغ ته له راتګ څخه تر دا دمه مې د الله او د هغه د رسول په لاره کې ۱ جوړه بوټان، ۲ جوړې څپلۍ، ۲ د موبایل چارجرونه، یوه د ځان مينځلو شامپو او ۳ زره هندۍ کلدارې قرباني ورکړه، د دې ټولو یادولو څخه مې هدف دا وو چې په تبليغ کې لوړې ژورې راځي خو بیا هم د دې ټولو تاوانونو په بدل کې مې سخت په زړه پورې حدیثونه زده کړل چې ايمان مې سم ورسره په جوش راغئ او داسې جړقېږي له ډېره جوشه.
هيله ده چې د چېلې په دوران کې ستاسې ايمانونه هم تازه شوي وي او یو څو مبارک احاديث شريف مو زده کړي وي او مننه چې تر دا دمه مو زما ملتیا وکړه.