
شېخ الحديث وېل زه فکر کوم چې په اسلام کې به تر پټان وروڼو نور هېڅ ملت هم دومره سوچه مسلمانان نه وي ځکه هلته په افغانستان کې دوی اصلي اسلامي او شريعي حدود کټ مټ لکه د صحابه کرامو په څېر تطبیقول مثلاً لکه سنګسارول، د لاسونو او پښو پرې کول، له کوپارو څخه سرونه قلم کول او ډېر نور مثالونه یې بیان کړل.
وېل د رسول اکرم ﷺ لپاره به بل هېڅ قوم هم دومره قرباني نه وي ورکړي لکه ستاسې پټانانو او حتا د سعودي خلکو هم نه ده ورکړې.
ما وېل شېخ صیب هغه کوم احاديث شريف چې تاسې هغه بله شپه د رسول اکرم ﷺ په اړه راته بیان کړي وو نو ما سهار په فېسبوک خپاره کړل او زموږ ځينو ملګرو ویل چې هغه یې د زنا د سزا په وجه یهودان په کاڼو ويشتلي وو.
عرفان غږ کړ وېل شېخ صیب دا د زنا د سنګسار په اړه خو ما په قران عظيم الشان کې هېڅ کوم حکم پيدا نه کړ او ولې په قران کريم کې د سنګسار په مورد ذکر نه دی شوی؟
شېخ وېل په دې اړه ایات شريف وو خو متاسفانه ام المومنين حضرت عايشې رض یې د ساتنې په اړه لږ بې غوري وکړه او له هغه څخه بزې وخوړل.
ما وېل دا څه وایې شېخ صیب بزه څنګه د خدای ج اياتونه خوري؟
وېل ام المومنين د رسول اکرم ﷺ په مرګ مصروفه وو او هغه ایات چې د سنګسار په اړه وو هغه پر پاڼو ليکل شوي وو او بزه په هغه ورځ وږې وه او چا واښه نه وو ورته اچولي نو ملعونه راغله او د سنګسار ټول ایاتونه یې وخوړل او بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:
حَدَّثَنَا أَبُو سَلَمَةَ، يَحْيَى بْنُ خَلَفٍ حَدَّثَنَا عَبْدُ الأَعْلَى، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ إِسْحَاقَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ، عَنْ عَمْرَةَ، عَنْ عَائِشَةَ، وَعَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْقَاسِمِ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ لَقَدْ نَزَلَتْ آيَةُ الرَّجْمِ وَرَضَاعَةُ الْكَبِيرِ عَشْرًا وَلَقَدْ كَانَ فِي صَحِيفَةٍ تَحْتَ سَرِيرِي فَلَمَّا مَاتَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَتَشَاغَلْنَا بِمَوْتِهِ دَخَلَ دَاجِنٌ فَأَكَلَهَا.
ژباړه: له حضرت عایشې رض څخه روایت چې وايي د سنګسار او غټ عمره ماشومانو ته د شيدو ورکولو په اړه ایاتونه زما سره وو اد بالښت لاندې مې اېښي وو، کله چې رسول اکرم ﷺ وفات شو نو موږ د هغه په مرګ مصروفه شوو او بزه راغله او هغه ایاتونه یې وخوړل.
- لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه کتاب ۹ حديث ۲۰۲۰
- دویم ماخذ: سنن ابن ماجه انګليسي ۳ ټوک ۹ کتاب او ۱۹۴۴ حديث
ما او عرفان شېخ الحديث ته تر څو شېبو همداسې حيران حيران کتل او نيمه شپه شوه راباندې نو په دې وخت کې شېخ الحديث پاڅېد او ویل یې زه به د تهجد لمونځ وکړم.
ملګرو زه خو تر اوسه لا حیران یې د شېخ دغه حديث شريف ته.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)