بېګا شپه عرفان وېل دا یهودان سخت د بلا زامن دي وېل نفوس یې د مسلمانانو سلمه برخه دی خو بیا هم ډ ټولو مسلمانانو زور پرې نه رسيږي. شېخ الحديث غاښونه چيچل وېل اخ چې دلته خو یو یهودی چا په لاس راکړی وی چې سم مې سنګسار کړی وی.
ما وېل شېخ صیب اسرائیل خو له هندوستان څخه لږ تر لږه ۴۰۰۰ زره کيلومتره لرې پراته دي او تاته یې څه زیان در رسولی چې دومره زړه دې ورته ډک دی؟
وېل صديقه دغه مشرکين، کفار او بې دينه زموږ خوږ پيغمبر نه مني.
ما وېل نو دا خو نيږدې ۱۲۰۰ ميليونه ستا خپل هېوادوال هندوان هم حضرت محمد د پيغمبر په توګه نه مني نو هغوی ته ولې څه نه وایې؟
وېل دا خو مې د خپل وطن خلک دي او بل دا چې پيغمبر هم له یهودانو څخه سخت نفرت درلود او له یهودو څخه نفرت د رسول اکرم سنت پرځای کول دي. بیا یې وېل د رسول الله له یهودو څخه دومره بد راتلل چې حتا دوی به یې کله کله په کاڼو هم ويشتل.
ما وېل دا څه وایې شېخ صیب موږ خو چې اورېدلي نو پيغمبر د یوې یهودې ښځې چې ناروغه وه عیادت ته ورغلی وو او دا ته څه وایې؟
وېل زه له ځانه خبرې نه کوم او بیا یې دغه دوه مبارک احاديث شریف راته بیان کړل:
حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مُوسَى الأَنْصَارِيُّ، حَدَّثَنَا مَعْنٌ، حَدَّثَنَا مَالِكُ بْنُ أَنَسٍ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم رَجَمَ يَهُودِيًّا وَيَهُودِيَّةً.
ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ یو یهود او یوه یهودۍ په کاڼو وويشته.
- لومړی ماخذ: جامع الترمذي کتاب ۱۷ حديث ۱۸
- دویم ماخذ: انګليسي جامع الترمذي ۳ ټوک ۱۵ کتاب حديث ۱۴۳۶
- درېیم ماخذ: جامع الترمذي حديث ۱۴۳۶
حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ نُمَيْرٍ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم رَجَمَ يَهُودِيَّيْنِ أَنَا فِيمَنْ رَجَمَهُمَا فَلَقَدْ رَأَيْتُهُ وَإِنَّهُ يَسْتُرُهَا مِنَ الْحِجَارَةِ.
ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ دوه یهودان په کاڼو ويشتل او زه هم یو له کاڼو ويشتونکو څخه وم. ما وليدل چې (یهود سړي) کوښښ کولو چې (یهودۍ مېرمن) له کاڼو څخه ځان ته سپر وګرځوي.
- لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه کتاب ۲۰ حديث ۲۶۵۳
- دویم ماخذ: انګليسي سنن ابن ماجه ۳ ټوک ۲۰ کتاب حديث ۲۵۵۶
زه خو یې په اورېدو بيخي حیران شوم او نور خپلې بسترې ته ترې ولاړم او تر سهاره د شېخ د حديثونو په وجه خوب رانغئ، لانت په شیطان چې د انسانانو په زړونو کې نفرت اچوي.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
