د تبليغ یو دېرشمه ورځ

سهار د اشراق له لمانځه څخه وروسته موږ چای ته کښېناستو نو چې کله مو چای وڅښو نو عرفان وېل شېخ صیب که چېرې زه د خپل ګاوندي راجېش کومار خور وتښتوم نو دا به جواز ولري چې ځان ته یې مينځه کړم؟

شېخ وېل نه تر هغه چې راجېش پر تاسې یرغل نه وي کړی نو ته یې خور نشې مينځه کولی.

بیا یې وېل ښه که چېرې زه لس مينځې ولرم نو د هغه به څومره زکات کېږي؟

شېخ وېل رسول الله فرمايلي چې د مسلمان پر آس او مينځه باندې زکات نه کېږي او بیا یې دغه مبارک حديث بیان کړ:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «لَيْسَ عَلَى الْمُسْلِمِ فِي فَرَسِهِ وَغُلاَمِهِ صَدَقَةٌ»
ژباړه: له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: پر هغه آس او هغه مينځه چې د مسلمان ملکیت وي زکات نشته.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۲۴ حديث ۶۶
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۲ ټوک ۲۴ کتاب حديث ۵۴۲
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۱۴۶۳

بیا عرفان وېل شېخ صیب که چېرې زما له لسو مينځو څخه یوه بې لارې شي او له بل چا سره تار وغځوي نو بیا به څه ورسره کوم؟
شېخ وېل که چېرې یوه له مينځو څخه دې له درې ځله زیاته زنا وکړي نو بیا یې په بازار کې د رسۍ (پړي) په قېمت خرڅولای شې او بیا یې دغه مبارک حديث شريف بیان کړ:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «إِذَا زَنَتْ أَمَةُ أَحَدِكُمْ فَلْيَجْلِدْهَا ثَلاَثًا بِكِتَابِ اللَّهِ فَإِنْ عَادَتْ فَلْيَبِعْهَا وَلَوْ بِحَبْلٍ مِنْ شَعَرٍ»
ژباړه: له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: که چېرې ستاسې له مينځو څخه یوه د زنا مرتکبه شي نو د الله د کتاب مطابق درې متروکې یې ووهئ او که چېرې بیا یې زنا وکړه نو خرڅه یې کړئ حتا که د رسۍ (وېښتانو څخه د جوړ شوي پړي) په بیه وي.

  • لومړی ماخذ: جامع الترمذي کتاب ۱۷ حديث ۲۳
  • دویم ماخذ: انګليسي جامع الترمذي ۳ ټوک ۱۵ کتاب حديث ۱۴۴۰
  • درېیم ماخذ: جامع الترمذي حديث ۱۴۴۰

عرفان وېل ښه یوه بله …. ده چې دا خبره کوله شېخ وېل بس کړه دا څه پېریان درباندې راغلي چې درګرده همدا مينځې مينځې یادوې وېل ځه ورک شه هسې د خلکو زړونه په دې مسافرۍ کې ور خرابوې.

محسن د دوی دې خبرو ته بيخي تعجب او حیران شو، ماته وايي صديقه دا څه ډول کيسه ده چې یو خوا مينځه چې یو انسان ده له آس سره یې په یوه تله کې تللي او بیا یې بل ځای د مينځې د خرڅلاو حکم کړی؟

ما وېل بس همدا به د نبي کريم ﷺ حکم وي نو زه به پکښې څه ووایم.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ