د تبلیغ اته لسمه ورځ

پرون د ماښام وخت وو د باندې په ازاده فضا کې یو چا اور بل کړی وو، زه او شېخ الحديث دواړه د اور خواته کښېناستو نو په دې وخت کې د شېخ الحديث صیب د دېوال پر سر لټکې ته پام شو او غاښونه چيچل یې ورته شروع کړل.

ما وېل خیر خو دی شېخ الحديث صیب دا څه شي ته دومره په غوسه یې؟

ویل هغه لټکې ته او که چېرې دغه لټکه ماته په ګوتو راشي نو سر به یې ترې قلم کړم او غوښه به یې په سيخ کې کباب کړم.

ما وېل وه شېخ صیب دغه بېچاره لټکې تاته کوم تاوان در رسولی چې دومره ورته په غوسه یې؟

ویل یې دې ذليله لټکې چې کله نمرود حضرت ابراهيم خليل الله په اور واچولو نو دغه لټکې اور ته پوکی کول او بیا یې په دغه حديث شريف زموږ ناستو کسانو ايمان را تازه کړل:

حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ مُحَمَّدٍ، عَنْ جَرِيرِ بْنِ حَازِمٍ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ سَائِبَةَ، – مَوْلاَةِ الْفَاكِهِ بْنِ الْمُغِيرَةِ – أَنَّهَا دَخَلَتْ عَلَى عَائِشَةَ فَرَأَتْ فِي بَيْتِهَا رُمْحًا مَوْضُوعًا فَقَالَتْ يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ مَا تَصْنَعِينَ بِهَذَا قَالَتْ نَقْتُلُ بِهِ هَذِهِ الأَوْزَاغَ فَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ «أَخْبَرَنَا أَنَّ إِبْرَاهِيمَ لَمَّا أُلْقِيَ فِي النَّارِ لَمْ تَكُنْ فِي الأَرْضِ دَابَّةٌ إِلاَّ أَطْفَأَتِ النَّارَ غَيْرَ الْوَزَغِ فَإِنَّهَا كَانَتْ تَنْفُخُ عَلَيْهِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ بِقَتْلِهِ»
ژباړه: له سائبه څخه روایت دی کوم چې د فاکه بن مغیره غلامه وه چې کله د حضرت عايشه رض کور ته ورننوتله نو د هغې په کور کې یې نېزه وليده او ویې ویل: یا ام المومنین (د مومنانو مورې) په دې باندې څه کوې؟ حضرت عايشې رض وفرمایل: موږ په دې لټکې (څرموښکۍ) وژنو. د الله رسول ﷺ موږ ته وویل چې کله حضرت ابراهيم ع اور ته ور واچول شو نو هېڅ داسې ځناور نه وو چې د حضرت ابراهيم ع د اور څخه را ايستلو یا ژغورلو هڅه یې نه کوله مګر لټکې اور ته لا پوکۍ پسې کولو نو ځکه رسول الله ﷺ موږ ته امر وکړ چې ویې وژنئ.

  • لومړی ماخذ: انګليسي ابن ماجه ۴ ټوک کتاب ۲۸ حديث ۳۲۳۱
  • دویم ماخذ: عربي ابن ماجه کتاب ۲۸ حديث ۳۳۵۳

خواکې یو تازه مسلمان شوی هندی (راجا) ناست وو هغه شېخ الحديث صیب ته وویل ما خو چې لوستلي نو حضرت ابراهيم ع له رسول الله څخه څو سوه کاله مخکې ژوند کولو نو زموږ پيغمبر خو هغه وخت نه وو نو دا د لټکې خبره او کيسه چا زموږ پيغمبر ص ته وکړه؟

شېخ ویل دا کار جبرائيل امين کړی او بیا یې ویل دوه میاشتې دې لا نه پوره کيږي او بیا دې سمدستي پوښتنې پيل کړې. وېل که غواړې سم مسلمان پاتې شې نو د الله پاک په کارونو او زموږ د مبارک دين په اړه به ډېرې پوښتنې نه کوې ځکه چې بیا دې عقيده خرابيږي.

هسې مې له ځان سره فکر کاوه ما وېل دا عرب چې لټکې کباب کوي او خوري یې نو دا د همغه زمانې دښمني ورسره پالي! ملګرو تاسې له لټکو سره څرنګه چلند کوئ؟

ایا تر دې دمه مو په کومه لټکه ځانونه غازیان کړي او کنه؟

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ