د تبليغ دوه ويشتمه ورځ – له جنابت وروسته اودس کول او خپله تناسلي آله مينځل


پرون د شپې نيمه شپه وه چې عرفان یو دم له خوبه را پاڅېد او ماته وايي صديق صیب زه جنوب یم اوس څه وکړم ځکه ګرمې اوبه نشته او په دې سړو اوبو ځان نشم مينځلی.

ما وېل خوار نشې ماته څه وایې خو ورشه هاغه دی شېخ الحديث یا د جومات امام صیب را ويښ کړه چې هغه کومه فتوا درکړي.

عرفان شېخ الحديث را ويښ کړ او قضیه یې ورته بیان کړه نو شېخ وېل خیر دا کومه لویه خبره نه ده ته ورشه اودس وکړه او ورپسې خپل بلاګی دې ومينځه او نور پسې ويده شه ځکه چې بیا سهار لمانځه ته نشو را ولاړېدی.

ما وېل شېخ صیب دا خو جنوب دی نو څنګه پرته له غسل دا خبره ورته کوې؟

وېل صديقه! همدې ته ورته یوه واقعه له حضرت عمر رض سره هم شوې وه او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:

? عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ، أَنَّهُ قَالَ ذَكَرَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ لِرَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ تُصِيبُهُ الْجَنَابَةُ مِنَ اللَّيْلِ فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «تَوَضَّأْ وَاغْسِلْ ذَكَرَكَ ثُمَّ نَمْ»

? ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمر رض څخه روایت دی وايي حضرت عمر بن خطاب رض رسول الله ص ته د شپې پر مهال وویل چې زه جنوب (جنسي ناپاک) شوم (یعنې اوس څه وکړم؟) رسول الله ص ورته وفرمایل ته باید اودس وکړې، خپله تناسلي آله (ذکر) ومينځه او بیا ويده شه.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الطهارة) حدیث ۲۲۱
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الغسل) حديث ۲۹۰
  • ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الحيض) حديث ۳۰۶

بیا یې د رسول الله مبارک د غسل کولو د طریقې په اړه له ام المومنين حضرت عايشې رض څخه روایت شوی مبارک حديث شریف هم راته بیان کړ او زموږ ايمانونه یې پرې تازه کړل:

? عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الْجَنَابَةِ بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ قَبْلَ أَنْ يُدْخِلَ يَدَهُ فِي الإِنَاءِ ثُمَّ تَوَضَّأَ مِثْلَ وُضُوئِهِ لِلصَّلاَةِ»

? ژباړه: حضرت عايشه رض روایت کوي چې رسول الله ص به چې کله له جنابت وروسته غسل کولو نو هغه به لومړی خپل دواړه لاسونه ومينځل مخکې له دې چې خپل یو لاس په لګن (تشت) کې دننه کړي او بیا به یې هغه شان اودس وکړ لکه د لمانځه لپاره.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الحيض) حديث ۳۱۶
  • ? دویم ماخذ: صحيح مسلم ۳ کتاب ۴۳ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم انګليسي ۳ کتاب ۶۱۹ حديث

شېخ الحديث وېل دا دين ډېر ساده شی دی خو خلکو ډېر سخت کړی، له دې خبرې سره موږ بېرته په خپلو بسترو ننوتلو او زه لا تر یو څو شېبو د تهجد د لمانځه لپاره پاتې شوم او بیا ورسته له تهجد پسې ويده شوم.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ