د تبليغ درويشتمه ورځ – رسول الله پر یهودانو لعنتونه ویل


څو ساته مخکې جوماته یو څو بهرني سیلانیان راغلي وو او شېخ الحديث چې ورته وکتل نو وېل ای لعنت دې پر تاسې یهودانو شي.

• ما وېل ولې شېخ صیب دې خورانو څه بد در رسولي چې ته لعنتونه پرې وایې؟

○ وېل دا اسرائيلي یهودان دي او موږ باید هر وخت پر دوی لعنتونه ووایو.

• زه ورغلم او ستړي مشي مې ورسره وکړل، بیا مې ترې وپوښتل ما وېل تاسې د کوم هېواد اوسېدونکي یاست؟

ویل یې موږ د مصر یو.

• شېخ ته مې ویل ته غلط شوی یې دا د اسرائيلو نه دي بلکې مصري یهودان دي.

○ شېخ وېل هر څه چې دي خو بلاخره یهودان دي او بیا هم لعنت پر دوی.

• ما وېل ګوره شېخ صیب دوی که په هره عقيده دي لاکن موږ مسلمانانو ته خو لازمه نه ده چې بې ښه او بده پر دوی لعنتونه ووایو او کرکه ترې وکړو، دوی خو ستا ملک ته مېلمانه راغلي او دلته ستاسې په ملک کې پیسې مصرفوي چې له هغه سره ستاسې د هېواد خلکو ته کارونه پيدا کيږي او اقتصاد مو ورسره پیاوړی کيږي نو ته ولې خپلې پښې پخپله په تبر وهې؟

○ شېخ وېل موږ ته د رسول الله سنت مهم دي او هغه به هر وخت پر یهودانو لعنتونه ویل او بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

? عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم جَالِسًا عِنْدَ الرُّكْنِ – قَالَ – فَرَفَعَ بَصَرَهُ إِلَى السَّمَاءِ فَضَحِكَ فَقَالَ «لَعَنَ اللَّهُ الْيَهُودَ» «ثَلاَثًا»

? ژباړه: له ابن عباس رض څخه روایت دی چې د الله رسول (ص) په کونج کې (تر حجر الأسود لاندې) ناست وو او سترګې یې د اسمان لوري ته اوچتې کړې او ویې خندل او بیا یې وویل «لعنت پر یهودانو» دا خبره یې ۳ کرته وکړه.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الإجارة) حدیث ۳۴۸۸
  • ? دویم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۲۳ کتاب ۳۴۸۱ حديث
  • ? درېیم ماخذ: سنن ابي داود ۲۴ کتاب ۷۳ حديث

خوا کې مې عرفان چې د شېخ الحديث دا خبرې واورېدې نو خندا ورغله.

شېخ یو دم ورته په غوسه شو وېل جاهله انسان خانده مه ځکه خندا د انسانه زړه کمزوری کوي او بیا یې په دې هکله د رسول الله مبارک دغه حديث شریف ورته بیان کړ:

? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم «لاَ تُكْثِرُوا الضَّحِكَ فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ الْقَلْبَ»

? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي: ډېر زیات مه خاندئ ځکه چې ډېره خندا زړه مړاوی کوي.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب الزهد) ۵ ټوک ۳۷ کتاب ۴۱۹۳ حديث
  • ? دویم ماخذ: عربي سنن ابن ماجه ۳۷ کتاب ۴۳۳۳ حديث

ما وېل شېخ صیب ساینسپوهان خو وايي چې خندا د وينې فشار را ټيټوي، اندېښنې را کموي، د وجود د مقاومت قوه پياوړې کوي، د زړه د تنګوالي یا ډېپرېشن لپاره ګټه لري، وايي له خندا وروسته انسان ښه تنفس کولای شي، د زړه د رګونو لپاره ښه وي، د عصبي فشار یا سټرېس هورمونونه آراموي، د انسان دردونه راکموي او له خندا سره د وجود کالوري هم مصرفيږي او حتا د اوږده عمر لامل هم کيږي.

وېل دا جاهل ساینسپوهان په څه خبر دي، وېل ایا دا ساینسپوهان له رسول الله مبارک څخه هوښيار وو؟

ما وېل نه! له دې خبرې وروسته شېخ الحديث جومات ته ننوتلو او موږ له سیلانیانو سره خپل ګپ شپ ولګولو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ