د تبليغ څلورويشتمه ورځ – ملایکه اسمان نقل کوي


پرون ماښام له بیان وروسته چې ايمانونه مو تازه شول نو شېخ وېل غواړم نن د مقربو ملایکو په اړه ستاسې علم مالوم کړم، لومړی یې عرفان ته کاغذ ورکړ ورته ویل یې چې مقربو ملایکو کوم کوم کارونه ترسره کول؟

عرفان څو شېبې وروسته خپله پاڼه شېخ الحديث ته ورکړه او ليکلي یې وو چې هغوی غټ غټ کارونه ترسره کول خو نور تفصيل یې نه وو ليکلی.

ما چې د عرفان پاڼه وليده ما وېل بچيه قسمت دې ښه دی چې زما شاګرد نه یې تېر شوی، ما وېل که چېرې په پوهنتون کې زما شاګرد وی نو په دې ځواب مې یو جانانه غټ صفر درته ډالۍ کولو.

شېخ وېل خیر له دې به تېر شو، وېل هغه څه شی دي چې آسمان له یو ځای څخه بل ځای ته نقل کوي؟

ما وېل شېخ صیب آسمان خو یو تشیال دی نو هغه څنګه نقل کوي؟

وېل اجازه راکړه چې د رسول الله مبارک یو حديث په دې مورد درته بیان کړم:

? عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «أُذِنَ لِي أَنْ أُحَدِّثَ عَنْ مَلَكٍ مِنْ مَلاَئِكَةِ اللَّهِ مِنْ حَمَلَةِ الْعَرْشِ إِنَّ مَا بَيْنَ شَحْمَةِ أُذُنِهِ إِلَى عَاتِقِهِ مَسِيرَةُ سَبْعِمِائَةِ عَامٍ»

? ژباړه: حضرت جابر رض روایت کوي چې رسول الله ص فرمایل: ماته اجازه راکړل شوه چې د الله جل جلاله له فرښتو څخه د هغې فرښتې په اړه څه ووایم چې اسمان حمل (له یو ځای څخه بل ځای ته نقل) کوي چې د هغه د غوږ د نرمۍ او اوږې تر مینځ فاصله د اوو سوو کلونو سفر دی.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب السنة – باب فِي الْجَهْمِيَّةِ) حدیث ۴۷۲۷
  • ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۴۲ کتاب حديث ۱۳۲
  • ? درېیم ماخذ: سنن ابي داود انګليسي ۴۱ کتاب ۴۷۰۹ حديث

موږ ټولو ووېل سبحان الله!

عرفان وېل شېخ صیب چې د دې ملایکې له سر څخه تر پښو پورې به د څومره زره کلونو سفر وي؟ او بل دا دومره لویه ملایکه په کوم ځای کې ژوند کوي؟

شېخ وېل والله اعلم! نور سړی د باندې ووتلو او موږ د دې ملایکې عظمت او لویوالي ته ګوته په غاښ حیران پاتې شوو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ