د تبليغ دري دېرشمه ورځ – ماشوم له مني څخه نه پيدا کيږي مګر دا چې الله پاک یې حکم وکړي


نن سهار مې شېخ الحديث ته ووېل تا خو پرون دا عزل وو که څه بلا وه راته تعريف هم نه کړ او ټول ملت دې په اندېښنه کې اچولی وو نو لطفاً دا سر خوړلی عزل راته تعریف کړه چې خلک په تمه ناست دي.

بیا یې وېل صديقه نو غوږ شه:
عرف الحافظ ابن حجر العزل بقوله: أي النزع بعد الإيلاج لينزل خارج الفرج. حافظ ابن حجر رحمه الله عزل داسې تعریفوي چې: دنارینه تناسلي آله د ښځې له فرج څخه را ایستل چې انزال بهر واقع شي، دې ته عزل وايي.

شېخ وېل ګورئ چې د یهودانو په خبرو ونه غولږېږئ ځکه هغوی عزل غلط تعریفوي او بیا یې د رسول اکرم ص د یهودانو د درواغو په اړه دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:

? عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، أَنَّ رَجُلاً، قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لِي جَارِيَةً وَأَنَا أَعْزِلُ عَنْهَا وَأَنَا أَكْرَهُ أَنْ تَحْمِلَ وَأَنَا أُرِيدُ مَا يُرِيدُ الرِّجَالُ وَإِنَّ الْيَهُودَ تُحَدِّثُ أَنَّ الْعَزْلَ مَوْءُودَةُ الصُّغْرَى. قَالَ «كَذَبَتْ يَهُودُ لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَخْلُقَهُ مَا اسْتَطَعْتَ أَنْ تَصْرِفَهُ.»

? ژباړه: ابو سعيد الخدري رض وايي: یو سړی رسول الله ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه یوه وینځه لرم او زه له هغې سره یوځای کېږم او عزل کوم (دننه مني نه تویوم) او نه غواړم چې هغه دې له ما نه حمل واخلي او یهود وایي چې عزل دماشوم دوژلو (ژوندي خښولو) سره برابر ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یهود درواغ وايي، چې الله وغواړي ماشوم پیدا کړي نو ته هغه نه شې وروسته کولی.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب النكاح – باب مَا جَاءَ فِي الْعَزْلِ) حدیث ۲۱۷۱
  • ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۱۲ کتاب ۱۲۶ حديث
  • ? درېیم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۱۱ کتاب ۲۱۶۶ حديث

عرفان وېل شېخ صیب که چېرې سړی ځان ټينګ نه کړی شي او تر څو چې خپله تناسلي آله راباسې او کار دننه خراب شي نو بیا څه کول پکار دي؟

شېخ وېل که چېرې په غلطۍ کې مني دننه خارج شي نو کومه لویه خبره نه ده ځکه ماشوم هسې هم له مني څخه نه پيدا کيږي بلکې هغه وخت پيدا کيږي چې الله پاک یې اراده وکړي.

عرفان وېل شېخ صیب دا څنګه امکان لري چې انسان دې له مني پرته پيدا شي؟

شېخ وېل ايا حضرت آدم ع او بي بي حوا انا له مني څخه پيدا شوي وو؟ ايا حضرت عيسی ع له مني څخه پيدا شوی وو؟ نو بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

? عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، سَمِعَهُ يَقُولُ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنِ الْعَزْلِ فَقَالَ «مَا مِنْ كُلِّ الْمَاءِ يَكُونُ الْوَلَدُ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ خَلْقَ شَىْءٍ لَمْ يَمْنَعْهُ شَىْءٌ»

? ژباړه: له ابو سعيد الخدري رض څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د عزل په اړه وپوښتل شول. رسول الله ص وفرمایل ماشوم له ټولو اوبو (مني) څخه نه پيدا کيږي مګر دا چې الله پاک یې د پيدا کېدو اراده وکړي او هېڅوک د هغه ممانعت نشي کولای.

  • ? لومړی ماخذ: صحیح مسلم (كتاب النكاح – باب حُكْمِ الْعَزْلِ) حدیث ۱۴۳۸
  • ? دویم ماخذ: صحيح مسلم ۱۶ کتاب ۱۵۷ حديث
  • ? درېیم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۸ کتاب ۳۳۸۱ حديث

ما او عرفان ووېل سبحان الله د الله پاک له قدرتونو جار شم چې انسان پرته له مني هم پيدا کولای شي.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ