نن سهار د ناشتې پر مهال د عرفان یو ملګری چې حافظ ملک نومېدو راسره ناست وو، سمه زموږ د استاد سیاف په څېر ږيره یې اوږده کړې او شېخ ته یې ویل شېخ صیب دا موږ خو په یوه غیر اسلامي هېواد کې ژوند کوو نو موږ به څه وخت وکولای شو چې یو څو هندوې مينځې د غنيمت په توګه ونيسو؟
شېخ وېل د الله نېکبخته په مينځو باندې څه کوې؟
حافظ وېل غواړم چې عزل ورسره وکړم، وېل شېخ صیب ايا عزل ته په اسلام کې جواز ورکړل شوی او کنه؟
شېخ وېل لومړی خو زموږ حالت د دې نه دی چې دلته د هندوانو پر خلاف جهادونه پيل کړو ځکه چې د دوی شمېر زموږ څلور یا پنځه برابره دی او بل پاتې شوه د عزل خبره نو صحابه کرامو به د رسول الله مبارک په زمانه کې عزل ترسره کولو او رسول الله نه منع کول او بیا یې دغه مبارک حديث ورته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا مُسَدَّدٌ، حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ، عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ، عَنْ عَطَاءٍ، عَنْ جَابِرٍ، قَالَ «كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَلَمْ يَنْهَنَا»
? ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به موږ (له مينځو سره) عزل کولو او موږ یې نه منع کولو.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري )کتاب النکاح – باب الْعَزْلِ) حدیث ۵۲۰۷
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۱۴۱ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۱۳۵ حديث
- ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب النكاح – باب حُكْمِ الْعَزْلِ) حديث ۱۴۴۰
شېخ وېل حتا صحابه کرامو حتا هغه وخت هم له خپلو مينځو سره عزل ترسره کولو چې قران عظيم الشان را نازلېدو او لا نزول یې بشپړ شوی نه وو او بیا یې دغه مبارک حديث شريف ورته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا هَارُونُ بْنُ إِسْحَاقَ الْهَمْدَانِيُّ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، عَنْ عَمْرٍو، عَنْ عَطَاءٍ، عَنْ جَابِرٍ، قَالَ كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ وَالْقُرْآنُ يَنْزِلُ.
? ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی: مونږ به درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې عزل کاوه او قرآن هم نازلېدو. (یعنې رسول الله له دې کار څخه نه منع کولو).
- ? لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب النكاح) ۳ ټوک ۹ کتاب ۱۹۲۷ حديث
- ? دویم ماخذ: عربي سنن ابن ماجه ۹ کتاب ۲۰۰۲ حديث
ما وېل شېخ صیب دا عزل یې لا پسې څه بلا ده که یې لږ راته تعريف کړې نو خوښ به شم.
وېل صديقه! اوس بهر وځم او د دې تعريف به چې کله بېرته را ستون شوم درته وکړم او سړی همداسې پسې ووتلو.
چې شېخ الحديث بېرته راغئ نو زه به د عزل د تعريف پوښتنه ترې وکړم او بیا به یې معنا او مفهوم له تاسې سره هم شريک کړم.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
