پرون موږ له خپل ټاکلي وخت څخه یوه ورځ مخکې تبليغ پیل کړ او شېخ الحديث صیب د ماښام له لمانځه وروسته راپاڅېد تر څو د ايمان او یقين خبرې وکړي، بیا یې زیاته کړه چې موږ ټول د الله پاک په لاره کې راوتلي یوو او دا چې مخ په وړاندې به زموږ سره په تبليغ کې څه پېښيږي نو يوازې الله پاک پوهېږي، بیا یې وویل د غیب علم يوازې له الله پاک سره دی او نبي کريم ص فرمايلي چې د علم غيب پنځه کلۍ دي چې يوازې الله پاک ته مالومې دي او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «مِفْتَاحُ الْغَيْبِ خَمْسٌ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ اللَّهُ لاَ يَعْلَمُ أَحَدٌ مَا يَكُونُ فِي غَدٍ، وَلاَ يَعْلَمُ أَحَدٌ مَا يَكُونُ فِي الأَرْحَامِ، وَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا، وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَىِّ أَرْضٍ تَمُوتُ، وَمَا يَدْرِي أَحَدٌ مَتَى يَجِيءُ الْمَطَرُ»
? ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی چې له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي د غيبي علم کونجۍ (کيلۍ ګانې) پنځه دي چې پرته له الله تعالی بل چاته نه دي مالومې. هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه پېښيږي، هېڅوک نه پوهېږي چې د مور په رحم (ګېډه) کې څه دي. هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه لاسته راوړي (غذا)، هېڅوک نه پوهېږي چې په کوم ځای کې به مري او هېڅوک نه پوهېږي چې څه وخت به باران کېږي.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الاستسقاء – باب لاَ يَدْرِي مَتَى يَجِيءُ الْمَطَرُ إِلاَّ اللَّهُ) حدیث ۱۰۳۹
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۱۵ کتاب ۳۴ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۲ ټوک ۱۷ کتاب ۱۴۹ حديث
دا ځل زموږ سره د سې روزې لپاره د طب پوهنځۍ یو شاګرد (عاطف پټېل) هم ملګری شوی هغه چې دا خبرې واورېدې نو وېل شېخ الحديث صیب دا خبره زه نه منم چې څوک نه پوهېږيي چې د مور په رحم کې څه دي، هغه ویل نن سبا ساينس حتا په سپرم کې نارينه ښځينه کروموزوم درته مالومولای شي مخکې له دې چې سپرم (مني) د ښځې رحم ته داخل شي او د مور په ګېډه کې د ماشوم جنسیت تشخيصول خو نن سبا یوه وړه او عادي خبره ده، او بل د ميټورولوجي (هوا پېژندنې علم) تاته د راتلونکو لسو ورځو هوا هم درښودلی شي چې څه به کيږي.
شېخ الحديث یوم دم په غوسه شو وېل وباسئ دا ګستاخ څوک دی چې د رسول الله له خبرو انکار کوي، عاطف ووتلو او زه هم ورپسې ورغلم ما وېل هسې نه چې عاطف له تبليغ څخه ونه تښتي یا یې څوک ونه وهي، د شېخ الحديث تقرير لار روان وو خو زه د عاطف خدای وهلي په وجه ترې بې برخې شوم. عاطف ته مې وویل لږ ګزاره کوه او د شېخ الحديث په خبرو کې مه ور لوېږه خیر که یې ځينې خبرې تاته د منلو وړ نه ښکارېدې، نور زه ترې ولاړم او د سورة توبې تلاوت مې شروع کړ.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
