د تبليغ نهه ويشتمه ورځ – د خرو غوښه د خیبر له ورځې وروسته منع شوه


سهار زه له شېخ الحدیث او عرفان سره د قدم وهلو لپاره بهر ووتلم، په لاره کې یو چينایی په مخه راغئ چې قصابۍ ته ولاړ وو، د چينايي پر موږ سترګې ولګېدې نو پوښتنه یې وکړه چې تاسې په انګليسي پوهېږئ او کنه؟

ما او عرفان وېل هو څه نا څه خو پرې پوهېږو، دا ووایه چې څه ستونزه لرې او موږ دې څه مرسته کولای شو؟

چينايي وېل د خره په غوښه پسې ګرځم ايا دلته به پيدا نشي؟ وېل ډېر زړه مې ورته شوی.

موږ وېل خوار نشې د خدای په دومره غوښو کې دې آخر د خره غوښې ته زړه شوی، بیا مو ورته ووېل دلته ښايي د خرو غوښه پيدا نشي خو پر ځای یې د چرګ یا پسه غوښه وخوره او دا به ښايي د خره تر غوښې ډېر خوند درکړي او نور موږ ترې په خپله مخه روان شوو.

عرفان وېل شېخ صیب ماته یو سوال پيدا شو او هغه دا چې دا خر خو غوښه خور حیوان هم نه دی او لکه د غواوو په څېر واښه خوري نو بیا ولې د خرو غوښه حرامه ګرځول شوې؟

شېخ الحديث وېل د خیبر تر غزوې پورې صحابه کرامو د خرو غوښې خوړلې خو وروسته د خرو شمېر په کمېدو شو او د بار وړلو لپاره بل څه نه پيدا کېدل نو بیا د خرو غوښه خوړل منع وګرځول، د خرو د خوراک د منع کېدو په اړه یې د رسول الله مبارک دغه حديث شريف راته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ الْوَهَّابِ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَهَّابِ، حَدَّثَنَا أَيُّوبُ، عَنْ مُحَمَّدٍ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم جَاءَهُ جَاءٍ فَقَالَ أُكِلَتِ الْحُمُرُ. فَسَكَتَ، ثُمَّ أَتَاهُ الثَّانِيَةَ فَقَالَ أُكِلَتِ الْحُمُرُ. فَسَكَتَ، ثُمَّ الثَّالِثَةَ فَقَالَ أُفْنِيَتِ الْحُمُرُ. فَأَمَرَ مُنَادِيًا فَنَادَى فِي النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يَنْهَيَانِكُمْ عَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ الأَهْلِيَّةِ. فَأُكْفِئَتِ الْقُدُورُ، وَإِنَّهَا لَتَفُورُ بِاللَّحْمِ.

? ژباړه: له حضرت انس بن مالک رض څخه روایت دی چې یو څوک رسول الله ص ته راغئ او ویل یې. (مسلمانانو) خره وخوړل. رسول الله سکوت اختیار کړ. شخص بیا راغئ ویل خره وخوړل شول. رسول الله بیا سکوت اختیار کړ. شخص په درېیم ځل بیا راغئ ویل یې د خرو غوښې وخوړل شوې. په دې اساس رسول الله ص دغه ناره وهونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې الله او د هغه رسول د خرو د غوښو خوړل منع کړي. ځکه نو دېګونه چپه شول په داسې حال کې چې (د خره) غوښې پکښې خوټکېدې.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب المغازى- باب غَزْوَةُ خَيْبَرَ) حديث ۴۱۹۹
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث ۶۴ کتاب ۲۳۹حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۵۹ کتاب ۵۱۱ حديث

شېخ وېل همداراز د صحيح مسلم په (?كتاب الصيد والذبائح وما يؤكل من الحيوان – باب تَحْرِيمِ أَكْلِ لَحْمِ الْحُمُرِ الإِنْسِيَّةِ) حديث ۱۹۴۰ کې حضرت انس رض روایت کوي چې کله رسول الله خیبر فتح کړ نو موږ د کلي څخه د باندې خره ونيول او د هغه غوښه مو پخه کړه او ومو خوړله.

شېخ وېل خو بیا وروسته رسول الله یوازې د آس د خوښې د خوړلو اجازه ورکړه او بیا یې دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ، عَنْ عَمْرٍو، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَلِيٍّ، عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضى الله عنهما ـ قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ خَيْبَرَ عَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ، وَرَخَّصَ فِي الْخَيْلِ.

? ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله رض څخه روایت چې د خیبر په ورځ رسول الله ص د خره د غوښې خوړل منع کړل او د آس د غوښې خوړلو ته یې اجازه ورکړه.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب المغازى- باب غَزْوَةُ خَيْبَرَ) حديث ۴۲۱۹
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث ۶۴ کتاب ۲۵۹ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۵ ټوک ۵۹ کتاب ۵۳۰ حديث

د دوی دغه مجلس مې بيخي خوا را وګرځوله، زه نور د دوی له بحث څخه جلا شوم او بېرته جومات ته راغلم او د سورة المائدة په تلاوت مې پیل وکړ.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ