د تبليغ اته ويشتمه ورځ – د قبلې لوري ته متیازې کول منع دي


نن سهار یوه تجار د خپل زوی د زېږېدو په خوشالۍ کې د ټول جومات لپاره د سهار ناشته برابره کړې وه، امام صیب او شېخ الحديث نو په چایو سم ځانونه وپړسول، خدای شته ما هم نيږدې ۳ پيالې چای وڅښلو ځکه ډېر خوندور چای یې جوړ کړی وو، وروسته مې امام صیب، شېخ الحديث او عرفان ته وېل را ځئ د باندې لږ قدم ووهو ځکه بيخي ډېر چای او خواږه شیان مو وخوړل تر څو دا هضم کړو او دوی هم زما خبر ومنله او بهر د قدم وهلو لپاره ووتلو.

یو شل دقيقې مو چې په لاره مزل وکړ نو شېخ الحديث ته متیازې ورغلې او شاوخوا مو تشناب ولټولو خو پيدا مو نکړ نو شېخ الحديث د یوه دېوال خواته د اودس ماتي لپاره کښېناست.

عرفان وېل امام صیب دا شېخ الحديث خو د قبلې لوري ته متیازې کوي ایا دا کار ګناه نه لري؟

امام وېل بلکل دا ګناه ده او دا د خدای په قهر اخته دا شېخ دی چې د مکې معظمې لوري ته متیازې کوي، کله چې شېخ الحديث فارغ شو نو امام صیب ورته وویل چې ته نه شرمېدې چې د قبلې لوري ته دې متیازې کولې؟ وېل ایا رسول الله مبارک د قبلې لوري ته له میتازو او غټ حاجت رفع کولو څخه نه یو منع کړي؟ وېل ایا د رسول الله دغه مبارک حديث شريف دې نه دی اورېدلی یا ویلی؟

? عَنْ أَبِي أَيُّوبَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ«لاَ تَسْتَقْبِلُوا الْقِبْلَةَ وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا لِغَائِطٍ أَوْ بَوْلٍ وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»

? ژباړه: له ابو ايوب څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمايلي: مه قبلې ته مخامخ او مه هم خپله شا د قبلې لوري ته اړوئ چې کله متیازې یا غټ حاجت پوره کوئ بلکې مخونه مو د شرق یا غرب لوري ته کړئ.

  • ? لومړی ماخذ: بلوغ المرام (كتاب الطهارة) 98 حديث
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۱۴۴ او ۳۹۴ حديث
  • ? درېیم ماخذ: جامع ترمذي حديث ۸

شېخ الحديث وېل ګوره امام صیب زما سره کامپاس (قبله نما) نشته چې په هر ځای کې قبله پرې مالومه کړم، بل ما چې کله متیازې کولې نو د خپلې تناسلي آلې سر مې کوږ نيولی وو او درېیمه خبره دا چې زه منم چې په سهوه کې به د قبلې لوري ته ناست وم خو دا دومره لویه مسئله نه ده ځکه دا کار پخپله رسول الله مبارک هم کړی او بیا یې دغه مبارک حديث امام صیب ته بیان کړ:

? عَنْ جَابِرٍ، قَالَ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ «أَنْ نَسْتَقْبِلَ الْقِبْلَةَ بِبَوْلٍ فَرَأَيْتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْبَضَ بِعَامٍ يَسْتَقْبِلُهَا»

? ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی چې رسول الله ص به قبلې ته مخامخ د متیازو (بولو) کول منع کړي وو. مګر ما رسول الله له مرګ څخه یې یو کال وړاندې وليد چې د قبلې لوري ته یې متیازې کولې.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب الطهارة وسننها) ۱ ټوک ۱ کتاب ۳۲۵ حديث
  • ? دویم ماخذ: عربي سنن ابن ماجه ۱ کتاب ۳۴۸ حديث
  • ? درېیم ماخذ: جامع ترمذي حديث ۹
  • ? څلورم ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الطهارة) حديث ۱۳

ما عرفان ته وېل غرق شې ستا د شیطانت په وجه نيږدې وو چې دا دواړه دې په جنګ سره اچولي وو خو خدای فضل وکړ چې جنګ پېښ نه شو او ټول بېرته جومات ته ستانه شوو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ