حميد مبارز له جوزجان ولایت څخه مسج او دغه انځور را لېږلی وايي استاده! آیا دا انصاف او انسانیت دی؟
ما وېل ولې څه ټکه را لوېدلي بیا څه شوي؟
هغه ليکلي وايي زه به یو څو موارد درته وليکم او بیا تاسې قضاوت وکړئ چې دا انصاف او انسانیت دی او کنه؟ هغه په مسج کې ليکي وايي:
?د یوه مسلمان وینه تویول دنورو لپاره حرامه او جرم ګڼو؛ مګر دنورو ادیانو د پیروانو وینه تویول بیا د ځان لپاره ثواب او جهاد بولو؟
?له بل دین څخه راوتل او اسلام ته داخلېدل هدایت بولو، مګر د اسلام څخه وتل ارتداد او وژل یې واجب بولو لکه په لاندې حديث شريف کې چې راځي:
?(مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ) صحيح بخاري حديث ۱۲۴۲
ژباړه: هر چا چې خپل دين بدل کړ نو ویې وژنئ.
?په اسلامي او غیر اسلامي مملکتونو کې اسلام ته د خلکو رابلل دعوت، وجیبه او ترټولو ښه عمل ګڼو، مګر دنورو ادیانو او نظریاتو لپاره دعوت کول فساد، ناپوهي او جهالت بولو، بندول یې فرض او دهغو دعوت کونکو وژل یې ترټولو بهترین جهاد ګڼو.
?همدا رنګه په اسلامي او غیراسلامي مملکتونو کې د مسجدونو جوړول ثواب، د اسلام د شعائر او اعلی د کلمة الله بولو مګر دنورو ادیانو د عبادت ګاوو جوړول شر، فساد او د کفر ترویج بولو.
?د نورو ادیانو د پیروانو اوسېدل د مسلمانانو په مملکتونو کې د جزیې په مقابل کې روا بولو، او دا بهانه ورته کوو چې دلته تاسو ته د اسلامي حکومت له خوا امنیت برابر شوی، حال داچې هیڅ کومه آسانتیا او امنیت نشته ځکه مسلمانان خپله له امنیت سوکالۍ او پرمختګ څخه بې برخي دي؛ نو بل ته به څه وکړي؟
?مګر خپله اوسیدنه، تعلیم او تحصیل په غیراسلامي هېوادونو باندې قلنګ بولو، همدا رنګه په غیر مسلمو باندې د اسلام په زور قبلول جهاد بولو، په ملک یې حمله کول اعلی د کلمة الله، مرګ یې ثواب، مال یې غنیمت، اولاد یې غلام او ښځې یې مینځې بولو؛ مګر دهغوی حمله په ځان لوی ظلم او وحشت بولو؟
✏️هغه ليکي وايي استاده ته اوس خپله قضاوت وکړه: مسلم او غیرمسلم ټول د الله ج مخلوقات دي، نو څه فکر کوئ چې الله ج به له دومره رحم او مهربانۍ سره هم د خپل مخلوق د وژلو څخه خوند اخلي؟
❓څه فکر کوئ چې دغه ټول موارد به د الله ج لطرفه رالیګل شوي وي که به د عربو د جهالت ابتکار او د هغوی خپل منځني وحشتونه موږ ته د دین په نوم را نقل شوي وي؟
ما وېل د ظالم زو پر ما ولې قضاوت کوې خو زه به ستا دغه خبرې پر خپله پاڼه خپرې کړم او قضاوت به ملت ته پرېږدو چې هغوی په دې مورد څرنګه قضاوت کوي.
ملګرو خبرې د مبارز صیب دي ما کټ مټ له کومې لاسوهنې پرته دلته را نقل کړي، هيله ده چې دغه ورور ته علمي او منطقي ځوابونه ورکئ.
جزاک الله خیر