عبدالله قریشي له سعودي څخه پوښتنه را لېږلې وايي زموږ د اسلام په سپېڅلي دين کې د انسان زړه ازارول یوه لویه ګناه ګڼل کيږي او حتا په یوه حديث کې دا هم راغلي چې د یوه مسلمان زړه ازارول د کعبې تر نړولو او ویجاړولو هم ستره ګناه ده.
خو دلته بیا په اسلام کې نارينه ته د څلورو ښځو اجازه ورکړل شوې او چې کله په یوه مېرمن باندې بن راوړل کيږي نو د لومړۍ ښځې له زړه څخه یې یو خدای خبر وي چې دا کار څومره سخت پرې تماميږي خو دلته بیا په اسلام کې دغه کار د ثواب کار بلل شوی؟
زموږ رسول الله ص مبارک پخپله هم ۱۳ مېرمنې لرلې او همدراز زموږ خلفای راشدین هم ګڼ شمېر مېرمنې او مينځې لرلې نو ایا دغه عمل د حديث سره په تضاد کې نه واقع کيږي؟
ایا په اسلام کې ښځې له نارينه څخه کمې ګڼل کيږي؟
دلته زما مطلب یو اړخ ته د یو انسان زړه ازارول ګناه او بل اړخ ته یې ازارول ثواب ګڼل کيږي که لږ مې په دې مسله سر راخلاص کړئ نو خوښ به شم.
هغه ليکلي وايي ملګرو هيله ده چې استاد ته د ښکنځلو پر ځای زما پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه راکړئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)

