
او که چېرې جواز لري نو پدې هکله کوم منطقي دلائل شته؟
کوم قراني آيات، حدیث، يا د جهیدو علماءو کوم منشور شته چې د شیخانو دغه کړنو ته کوم شرعي دلائل وړاندې کړي ځکه ما خو پدې هکله کوم شرعي ځواب پیدا نکړ؟
نو له دې کبله د پيرانو، شیخانو، ملایانو، طالبانو، پنجپیریانو، جهادیانو او ۱۵ ځله حج ته تللو حاجي صاحبانو څخه په خورا درنښت هيله کوم که ددغه پوښتنې ځواب او یا په دې هکله کوم شرعي حکم شتون ولري چې زمونږ سره یې شريک کړي.
هيله ده چې د وطنمل صیب دغه پوښتنې ته د ښکنځلو پر ځای علمي او منطقي ځواب ورکړئ تر څو تصلي یې وشي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)