
• لومړۍ پوښتنه یې دا ده چې حضرت محمد مصطفی (ص) خو په ۴۰ کلنۍ پیغمبر شو نو تر ۴۰ کلنۍ مخکې سردار کونین انحضرت (ص) د چا په دین باور درلود؟ ایا پیغمبر (ص) د کوم بل دین عبادت کولو او که هغه مهال بې دينه وو؟ که چېرې عبادت یې کولو نو د کوم دین عبادت یې کولو؟ او یا دا چې د خپل پلار او نيکه په څېر د بتانو عبادت یې کولو؟
• دوهم: حضرت محمد مصطفی (ص) د حضرت خدیجې (رض) سره د کوم دین مطابق نکاح وتړله ځکه چې هغه وخت خو اسلام نه وو نو ایا د دوی نکاح تر ۴۰ کلنۍ صحيح وه؟
• درېیم: کله چې حضرت محمد (ص) په ۴۰ کلنۍ پیغمبر شو نو سمدستي یې لمنځونه پیل کړل او که لږ وروسته او بل دا چې دا د لمانځه طریقه چا ور زده کړه؟ بل دا چې دا سورة فاتحه خو ډېره وروسته نازله شوې نو تر سورة فاتحې مخکې په لمانځه کومه سورة تلاوت کېده؟
دغه ورور وايي چې له وېرې له ملا څخه دا پوښتنې نشم مطرح کولای ځکه چې ښايي ورباندې ومې وژني او دا پوښتنې مې هر وخت په ذهن کې را ګرځي نو هيله یې کړې چې له ټاپو او ښکنځلو پرته د دې ورور پوښتنو ته منطقي او علمي ځوابونه وکړئ.
جزاک الله خیرا
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)